د پنجشېر، کاپیسا او لغمان ځينې هغه بې ځایه شوي چې پروان ولایت ته ګډه شوي دي، وايي چې د ژمي له رارسېدو سره له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
هغوی له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو مرسته غواړي.
له پنجشېره پروان ته بې ځایه شوی محمد موسی وايي:«ژمنی راتلوونکی دی، لرګي، زغال او خوراکي توکو ته ضرورت دی.»
د پنجشېر بل بې ځایه شوي هم وویل:«لمسیان مې ناروغان دي، له پنجشېره مو هېڅ را نه شوی راوړلی، څه نه لرو، د ژمني وېرې اخیستي یوو.»
په همدې حال د پروان د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چې دغه ولایت کې به نږدې پنځه زره بې ځایه شویو سره پر نغدي مرستو او خوراکي توکو سربېره، ژمنۍ مرستې هم وکړي.
د پروان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس محمد ابراهیم میاخېل وویل:«ډېری دغه کډوال د پنجشېر، کاپيسا او لغمان ولایتونو دي.»
بل خوا د پنجشېر سیمه ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره به چې دا مهال څېرمه ولایتونو ته بې ځایه شوي، د بېرته راستنېدو زمینه برابره کړي.
د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده وايي:«موږ د مرستندویه بنسټونو له لارې د دې په هڅه کې یوو چې ټولو کډوالو او بې ځایه شویو ته مرستې ورسوو.»
د پروان د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ریاست د شمېرو له مخې، د پنځه زره بېځایه شویو کورنیو له ډلې، څه باندې ۷۰۰ یې له پنجشېر ولایت څخه دي.
په دې اړه مو اندونه