Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هلمند کې د جګړې قربانیان د مرستې غوښتنه کوي

د هلمند سنګین ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې د تېرو جګړو او بمباریو له امله زیانمن شوي، د مرستو غوښتنه کوي.

جګړه ځپلي زیاتوي، تېرو جګړو یې د کورونو پر ویجاړېدو سربېره، د کورنیو غړي ترې اخیستي دي.

د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکی اغاجان وايي:‌ «په سنګین کې پنځه لس کاله جګړه وه، کورونه، جوماتونه او سرایونه ټول ویجاړ شوي دي.»

د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالسلام زیاتوي: «پنځه‌لس کاله مو په جګړه کې تېر کړل، دلته هر څه خراب دي، تر اوسه پورې له موږ سره چا مرسته نه‌ده کړې.»

محب‌الله چې د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وایي، دولس کاله وړاندې یې د امریکایي ځواکونو په بمبارد د کورنۍ ۸ غړي ووژل شول او یوازې دی ترې ژوندی پاتې شوی دی چې اوس ورته رواني ستونزه هم پیدا شوې ده.

د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکی محب‌الله زیاتوي: «امریکايي الوتکې راغلې زموږ په کور یې برید وکړ، د کورنۍ اته غړي یې راته ووژل.»

ورته مهال، د هلمند ولایت سیمه‌ییز مسوولان وايي، هڅي یې پیل کړې چې د هلمند په جګړه‌ځپلو سیمو کې د مرستندویه بنسټونو په مالي همکارۍ پر اړمنو کسانو مرستې ووېشي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض زیاتوي: «د هلمند ولایت په ډېری ولسوالۍ په تېره لرې پرتو ولسوالیو کې سخته جګړه شوې ده، خلک زیانمن شوي او اوس د مرستندویه بنسټونو په مرسته مو یو شمېر پروژې پیل کړي او کارونه یې روان دي.»

د مسوولانو په خبره، په تېرو دوو لسیزو کې د هلمند ډېره جګړه په سنګین ولسوالۍ کې شوې اوس د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د یو لړ مرستو غوښتنه کوي. په‌دې ولسوالۍ کې تېر پنځلس کاله پرمختیایې پروژې نه‌دي پلي شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه