د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې د پوهنتونونو د استادانو د ظرفیت په لوړولو ټینګار کوي.
نوموړی وایي، د لوړو زدهکړو وزارت هڅه کوي چې په هېواد کې د زده کړو لپاره ښه چاپیریال برابر کړي.
د لوړو زدهکړو وزارت مسوولان په مزارشریف ښار کې د دې ناستې جوړېدو موخه د هېواد د زده کړیز نظام پر وړاندې د پرتو ننګونو څېړنه ګڼي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم زیاتوي: «موږ به د بورسونو په اړه هم درته هڅه وکړو او د استادانو د ظرفیت ارتقا کوښښ به هم درته وکړو.»
د بلخ والي محمد داوود مزمل وايي: «کوښښ کوو چې ستاسو ټولې ستونزې حل کړو.»
د دې غونډې ګډونوال هم له سرپرست حکومته غواړي، چې هېواد کې لوړو زده کړو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
د بلخ پوهنتون رییس خلیل الله کلیوال زیاتوي: «موږ غواړو په افغانستان کې د علم او پوهاوي کاروان له بل هر وخته وغوړېږي او د اوسنیو ستونزو له حل سره د زرین عصر لور ته ګام پورته کړو.»
زدهکړیال عبدالستار حنیف وايي: «د لا ډېرو زدهکړو زمینې برابرول او له دې غوره ده چې تحصیلي بورسونه او د زدهکړو نور فرصتونه برابر شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستي یوه کال کې د پوهنتونونو لسګونه استادان له هېواده بهر ته تللي.د لوړو زده کړو وزارت سرپرست تېره اوونۍ کابل کې یوې مشورتي ناسته کې له دغو استادانو غوښتي وو، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
په دې اړه مو اندونه