Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونیز کال پای؛ فاریاب کې د شپږم ټولګي زده‌کوونکې راتلونکې ته اندېښمنې دي

په فاریاب کې د شپږم ټولګي یو شمېر نجونې زده‌کوونکې وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بند پاتې کېدو اندېښمنې کړې دي.

دوی وایي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بند پاتې کېدو د دوی انګیزه له منځه وړې ده.

زا علي شان د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې د شپږم ټولګي زده کوونکې ده. نوموړي د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده او وایي، ښایي و نه توانېږي له شپږم ټولګي پورته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

نوموړې په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «کله چې زه هم اووم ټولګي ته لاړه شم، ښایي و نه توانېږم چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم، هر انسان خپله راتلونکې جوړوي، خو ولې ښځینه طبقه باید تل پاتې شي؟»

دغه نجونې زده‌کوونکې له سرپرست حکومت غواړي چې منځني ښوونځي او لېسې پرانیستل شي.

یوه زده‌کوونکې مرسل وايي: «له اووم تر دولسم ټولګي پورې دې ښوونځي پرانیزي؛ څو وکولای شو، خپلو هیلو ته ورسېږو.»

یوه بله زده‌کوونکې شافعه وايي: «زه غواړم په راتلونکې کې یوه ډاکټره شم، خو اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې موږ تر دولسم ټولګي پورې زده‌کړې وکړو، له اسلامي امارت غواړو، موږ پرېږدي چې تر دولسم ټولګي زده‌کړې وکړو.»

په همدې حال د فاریاب سیمه‌ییز مسوولین وایي، د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه هیله‌من دي او دوی د اسلامي امارت د رهبرۍ پرېکړې ته په تمه دي.

د فاریاب د پوهنې رییس حفیظ الله وايي: «د اسلامي امارت مشرتابه موږ ته لارښوونه وکړي، ان‌شاء الله کار پرې روان دی، تمه شته چې دا ښوونځي هم پرانیستل شي.»

په داسې حال کې چې د هېواد په سړو سیمو کې تر راتلونکې یوې میاشتې ښوونیز کال پایته رسېږي، له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې هیله منې دي چې راتلونکی کال به یې پر وړاندې ښوونځي پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه