Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بلخ کې د یوې معیاري سړې خونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د یو مېلیون ډالرو په ارزښت د یوې معیاري خصوصي سړې خونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د درملو او خوړو ملي ادارې مسوولان چې په‌دې تړاو یې جوړو شویو مراسمو کې ګډون کړی وایي، د دې سړې خونې په جوړېدو سره به د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ او په بلخ کې به د درملو د ساتنې په برخه کې شته ستونزې حل شي.

د خوړو او درملو. ملي ادارې رییس عبدالباري عمر وایي: «موږ هڅه کوو چې د دغه ډول سړو خونو د بنسټ ډبره په ټول هېواد او هر ولایت کې کېږدو.»

د شرکت رییس مصطفی مومند زیاتوي: «له دې وړاندې درمل پلورونکو نه سټنډرډ او معیاري هټۍ درلودې او نه دا یخچالونه په افغانستان کز شته، دا لومړی مارکېټ مارکېټ دی چې معیاري او سټنډرډ جوړېږي.»

بلخ کې یو شمېر درمل پلورونکي د دې سړې خونې په جوړېدو سره خوښ دي او زیاتوي چې له دې وروسته به په ګرمۍ کې د دوی درمل خپل کیفیت له لاسه نه ورکوي.

درمل پلورونکی نوید احمد سفري وایي: «خوښ یوو چې د سټندرډ جوړونې لور ته روان یوو او زموږ هغه درمل چې ګرمې او سړې هوا ته اړتیا لري، په یوه معیار سره ساتل کېږي.»

په همدې حال د بلخ والي له سوداګرو غواړي چې د دوامداره پراختیا او خلکو ته د کاري زمینو د برابرولو په موخه دې په کور د ننه پانګونه وکړي.

د بلخ والي محمد داوود مزمل وایي: «ټول سوداګر او پانګه‌وال باید په خپل هېواد کې د پانګه‌ونې هڅه وکړي، دلته کار وکړي او ملت ته خدمت وکړي.»

تمه ده د دې سړې خونې چارې د راتلونکي کال په وري میاشت کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه