Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ننګرهار کې د شنو خونو د حاصلاتو ډېرېدل

په ننګرهار کې د شنو خونو شمېر په بې‌ساري توګه زيات شوی او کروندګر يې له حاصلاتو خوښ دي.

د مسوولينو په خبره په‌دې شنو خونو کې درې ډوله سبزيجاتو ښه حاصل ور کړی او يو شمېر نور يې هم تر ازمايښت لاندې دي.

د ننګرهار کانال رييس مولوي غلام الرحمن کظيم وايي: «په‌دې وخت کې په کې د بادرنګو، رومیانو، ټېنډۍ او لېړو ازمايښت پیل شوی دی. د پخوا پرتله حاصلات ښه دی، کله-کله د موسمي افتونو له کبله زیانمن کېږي.»

د مسوولانو په خبره، د ننګرهار کانال رياست اړوند ځمکه ۱۰۱ شنې خونې جوړې شو چې د سبزيجات یې حاصل ته رسېدلي او بازار ته وړاندې کېږي.

په همدې حال کې د شنو خونو لرونکي هم خوښ دي چې حاصلات يې ښه بازار لري او په کور دننه سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

کروندګر عطاء محمد وايي: «له دوی زموږ هیله دا ده چې ډېر کارونه پیدا کړي، ځمکه زموږ یو داسې هېواد دی چې اوبه، خاوره او هوا یې سره زر دي.»

یو بل کرونګر خیرالله وايي: «د کانال ریاست اوس هم ډېره زیاته ځمکه لري، لږ تر لږه پنځه یا شپږ زره جریبه ځمکه په پلان کې لري.»

له دې سره هم مهاله د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ننګرهار کې د تازه مېوو او سبزيجاتو لپاره د سړو خونو د جوړېدو ژمنه هم کوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وياند مصباح مستعين وايي: «د کرنې وزارت په وړاندیز د رییس‌الوزاء صاحب له طرفه د یو څو وزارتونو ګډ پلاوی جوړ شوی چې دا به احصایه کوي چې په کومو ځایونو کې د میوو باغونه وي، هلته به ورته سړې خونې جوړېږي.»

د مسوولانو په خبره د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې يې ننګرهار کې ۸۹ نوې شنې خونې جوړې کړي او د پلان له مخې به دا شمېر تر ۱۰۰۰ لوړوي چې د ختيځ زون تر څنګ به د يو شمېر نورو ولايتونو اړتياوې هم تر ډېره پوره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه