Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د ښوونځیو نه پرانیستل کېدو له کبله کډوالي

په ميدان وردګ کې يو شمېر کورنۍ وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلو له امله اړ دي چې د خپلو اولادونو د زده‌کړو په لپاره نورو هېوادونو ته کډوال شي.

د ميدان وردګ اوسيدونکی غلام حضرت وايي: «اړینه ده چې د زده‌کړو لپاره خپل اولادونه هند، پاکستان یا نورو ګاونډیو هېوادونو ته واستوو.»

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی دین محمد زیاتوي: «ښوونځي دې پرانیزي، څو زده‌کړې وکړي، که داسې نه کېږي، خلک اړ دي چې بهر ته لاړ شي.»

ورته مهال يو شمير نجونې له اسلامي امارت غوښتنه کوي چې د دوی پر وړاندې ښوونځي پرانیزي. دوی اندېښنه لري که سرپرست حکومت خپل دریځ نرم نه‌کړي؛ ښایي د د دوی تر منځ د رواني ناروغیو کچه لوړه شي.

یوه زده‌کوونکې هما وايي: «ښځې او مېرمنې د ټولنې نیمه برخه ده، د دوی له زده‌کړو پرته زموږ ټولنه پرمختګ نه‌شي کولی. ان که ډاکټر یا ښوونکې وي، باید ښوونځي ته لاړ شي، یو څه زده‌کړي.»

یوه بله زده‌کوونکې خدیجه وايي: «غواړم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم، زما تر څنګ زما کورنۍ هم ډېره اندېښمنه ده.»

بل‌خوا د میدان وردګو سيمه ييز مسولين د خلکو يادې انديښنې بوږنونکي بولي او په خبره يې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو په اړه د مشرتابه پريکړې ته په تمه دي.

د ميدان وردګ د پوهنې رييس ګل ولي متقي وايي: « ټول مشران او موږ هڅه کوو چې دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره کړو، هغوی ته د تعلیم فرصت ورکړو. په‌دې کچه به اړتیا نه‌وي چې له هېواده بهر ووځي.»

اوس‌مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. که څه هم د سرپرست حکومت چارواکو په وار-وار ویلي چې دغه ستونزه ژر حلېدونکې ده، خو تر دې دمه عملي ګام نه‌دی پورته شوی.

اوس‌مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه