Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولان: د مالټو حاصلاتو ډېرېدو سره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې

د ننگرهار سیمه‌ییز مسوولان وايي، په ننګرهار کې سږکال د مالټو حاصلات لوړ شوي او په زرګونو ځوانان ورسره په کار بوخت شوي دي.

د ننگرهار د کانال رییس زیاتوي، د تېر پرتله سږکال يې حاصلات لوړ او عايدات به يې ډېر وي.

د ننگرهار د کانال رییس غلام الرحمن کظيم وايي: «د تېر پرتله مو حاصل په پوره پیمانه باندې ډېر شوی دی او مخکې په نسبت باندې به مو عواید هم ډېر وي.»

په همدې حال کې د مالټو بڼونو قرارداد لرونکي شرکتونه وايي، د اوبو کمښت او د حاصلاتو پر مهال له ګاونډيو هېوادونو د مالټو واردات يې پر وړاندې ستونزې را ولاړوي.

د مالټو بڼونو د قرارداد لرونکي شرکت مسوول غازي احمدزی وايي: «له موږ سره دې د اوبو په برخه کې پوره همکاري وکړي.»

د مالټو بڼونو د قرارداد لرونکي شرکت مسوول امير ګل زیاتوي: «تر څو چې زموږ ماټه وي، تر اخري سیزنه پورې، د نورو ملکونو بالخصوص د پاکستان مالټې باید رانه‌شي.»

د مالټو د حاصلاتو راټولونې او بسته بندۍ په پروسه کې نږدې ۲۵۰۰ ځوانان پر کار بوخت شوي، دوی له دې بوختيا خوښ دي خو اوږدمهالي کاري فرصتونه غواړي.

د مالټو بڼ کارکوونکی محمد صديق وايي: «ډېر وخت کېږي چې زه بې‌کاره وم، په لسګونو نورو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.»

کارکوونکی اکرام الله وايي: «اوس‌مهال خو په کار بوخت یم، خو موږ غواړو چې راته د دایمي کار زمینه برابره شي.»

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وياند مصباح الدین مستعين وايي: «د حاصلاتو په وخت کې له بهرنیو هېوادونو څخه دلته مالټې راواردېږي. تاسو د زراعت وزارت په ترتیب باندې خبر یاست چې پر هغوی باندې مالیه زیاتېږي او هغه بندېږي.»

د مسوولينو په خبره د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې يې ۹۵۰۰ جريبه ځمکه د مالټو نوي بڼونه جوړ کړي او نږدې راتلونکې به پر ۵۵۰۰ جريبه ځمکه نور بڼونه هم جوړ کړي چې حاصلات به يې ټول هېواد ته بسنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه