Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هلمند کې د نجونو لپاره د حرفه‌يي زده‌کړو زمینې برابرېدل

په هلمند کې یوې ښځې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو زده‌کوونکو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.

د دې کارخونې مسووله وایي، له دې کاره یې موخه د نجونو زده‌کوونکو لپاره د حرفه‌يي زده کړې او د کاري زمینې برابرول دي.

د کار خونې مسووله مریم محمدي وايي: «اوس‌مهال دلته پنځوس کسان کار کوي. د ماشینونو له کمښت سره مخ یوو او له حکومت غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»

هغه زده کوونکې چې په‌دې کارخونه کې بوختې دي، وايي، دې کارخونې ته یې د راتلو موخه د حرفې زده کړه ده.

کار کوونکې حمیده وايي: «د دې ګټه موږ ته شوې ده چې موږ له ښوونځیو څخه پاتې شولو، مکتبونه او کورسونه بند شول.»

کارکوونکې حُمیرا زیاتوي: «دا خیاطي چې جوړه شوه، موږ ویل راځئ چې همدلته خیاطي وکړو، موږ ویل چې هم له نورو سره مرسته وکړو او هم موږ ته ګټه رسېږي.»         

بل‌خوا د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان د مېرمنو لاسي صنایعو ته د بازارموندنې لپاره د هلو ځلو خبر ورکوي.

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ رییس عبدالولي هاشمي وايي: «دا چې دا کارونه پر مخ ولاړ شي او یا زموږ د امارت د مشرانو خبره ده، د هغوی د امر مطابق موږ خپلو کارونو ته دوام ورکوو.»

تر یوې اوونۍ د هیواد په ډیریو سیمو کې ښوونیز کال پای‌ته رسېږي. د نجونو د منځنۍ او لیسې ښوونځیو زده‌کوونکي تمه لري چې راتلونکی کال د دوی ښوونځي پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه