Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په شپږو میاشتو کې له ایرانه څه باندې ۹۰۰ افغان ماشومان را اړول شوي

د نیمروز سیمه‌ییز مسوولان وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران څخه تر ۹۰۰ ډېر بې‌سرپرسته ماشومان را اړول شوي.

د مسوولان په وینا، ډېرۍ دغه ماشومان له پولې د ناقانونه اوښتو پر مهال له خپلو کورنیو جلا شوي او نیمروز ته را استول شوي دي.

د نیمروز د کار او ټولنیزو چارو رییس محمد زبیر عمر وايي: «په‌دې شپږو میاشتو کې موږ تقریباً ۹۲۵ کسان راجمع کړي دي چې هغوی موږ موسسې ته تحویل ورکوو، په مرز کې موږ یوه نماینده‌ګي لرو.»

ځیني دا ماشومان چې د یوه مرستندویه بنسټ له لورې ساتل کېږي، له خپلو کورنیو سره یو ځای کېدو ته هیله‌من دي.

څوارلس کلن امیر محمد او خور یې ایران ته د تلو پر مهال د هغه هېواد د پولیسو د تعقیب له کبله له پلار او مو څخه جلا شوي او نیمروز ته راګرځول شوي.

نوموړی وايي، د پلار او امور له لریتوبه زړه تنګی شوی او هیله‌من دی چې ډېر ژر په ایران کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

له ایرانه راشړل شوی امیر محمد زیاتوي: «ماشومانو ته زما دا وینا ده چې زما په عمر وي، ایران ته تګ ښه نه‌دي، ځکه لاره ډېره خطرناکه ده.»

له ایرانه راشړل شوی لایق الله وايي: «ما تصمیم درلوده چې ایران خوا ته د کار لپاره لاړ شم، د دې لپاره چې زموږ په کور کې اقتصادي وضعیت ښه نه و.»

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق په مالي همکارۍ، د نیمروز په مېلک پوله کې یو مرسته رسوونکي بنسټ د بې‌سرپرسته ماشومانو د ساتنې لپاره فعالیت کوي.

د بقا مرسته رسوونکي بنسټ مسوول عبدالقدیر سلطاني وايي: «ای‌سي‌سي کمپ کې دوی ته کالي، بوټونه، درې وخته ډوډۍ ورکول کېږي او له دې ځای څخه بیا زموږ ساحوي کارمندان دوباره د دوی له والدینو سره تماس نیسي په مربوطه ولایاتو کې.»

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ د ماشومانو په ګډون لسګونه ته افغانان له ایران څخه را اړول کېږي. یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد نږدې ۲۰۰ زره اوسېدونکي د نیمروز له مېلک پولې را استول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه