په ميدان وردګ کې یو شمېر معلولان وایي، دوی ته هېڅ پاملرنه نهکېږی او په خبره یې له خپلو حقه حقونو محروم دي.
دوی د خلکو تر منځ د معلولینو په اړه د عامه پوهاوي نهشتون بله هغه ستونزه یادوي چې له امله یې کړېږي.
۴۲ کلن عبدالمتين چې د ګونګيانو ټولنې غړی دی، په ټولنه کې له معلولو کسانو سره د خلکو پر ناوړه چلند نیوکه کوي او زیاتوي چې دوی له هر ډول خدمتونو بېبرخې دي.
عبدالمتین طلوعنیوز ته وايي: «د معلولانو ستونزې ډېرې زیاتې دي، زه په خپل کور کې له ستونزو سره مخ یم، ځکه له کورنۍ سره په افهام او تفهیم کې ستونزه لرم، دولتي او غیر دولتي بنسټونه دې له اړتیا سره سم، له موږ سره همکاري وکړي.»
د میدان وردګ ولایت اوسېدونکی ولي محمد وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې معاشونه مو بیا حواله شي.»
بلخوا په ميدان وردګ کې د دولتي او غيري دولتي بنسټونو مسوولین وايي، د تېر پرتله یې د معلولینو په برخه کې فعالیتونه پراخ کړي او دا هڅې به لا ګړندۍ کړي.
د ميدان وردګو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د معلولينو امر نيازمحمد هجرت وايي: «که له موره زېږېدلی، د پېښې او جګړې معلول وي، ټولو ته رسېدنه او حقونه یې ورکړل شوي دي.»
د سويډن کميټې د معلولينو چارو مسوول محمدغني امين زیاتوي: «په ټولنه کې د وړتیا لوړولو یوه برنامه ده چې زموږ همکاران د معلولو کسانو کورونو ته ورځي او هغوی ته روزونکی روزي.»
د شمېرو له مخې دا مهال د هېواد پنځلس سلنه وګړي معلولین تشکیلوي چې په کورنۍ او ټولنه کې له تاوتریخوالي سره مخ او همداراز له خپلو حقه حقونه محروم دي.
په دې اړه مو اندونه