Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فراه د پوهنې چارواکي: اته ښوونځي بیا رغول کېږي

د فراه د پوهنې ریاست چارواکي د دغه ولایت په مرکز او پنځه ولسوالیو کې د اتو ویجاړو شویو ښوونځیو له بیارغونې خبر ورکوي.

دوی زیاتوي، دا ښوونځي د وروستیو جګړو په لړ کې ویجاړ شوي وو.

د فراه د پوهنې رییس اختر محمد زعیم وویل:«په بالابلوک، بکوا، جوون، ګلستان، پشت رود ولسوالیو او د فراه په مرکز کې د اتو ښوونځیو د بیارغونې کار رسماً پیل شوی دی.»

د سیمه ییزو مسوولینو په وینا، د دغو ښوونځیو د بیارغونې لګښت شل مېلیونه افغانۍ اټکل شوی او د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) له لوري ورکول کېږي.

د «سورشورا» ښوونځی د فراه د مرکز په پنځلس کیلومترۍ کې د (سور او شور آب) په کلي کې موقعیت لري چې د وروستیو جګړو له امله یې ځینې برخې ویجاړې شوې دي.

د فراه د سور شورا ښوونځي آمر عبدالاحمد نورزي وايي:«زموږ د ښوونځي احاطه لوړېږي، زموږ زده کوونکي به خوندي شي، او ان شاالله موږ ته د شنې سیمې زمینه هم برابرېږي.»

د دغه ښوونځي زده کوونکي له دې امله چې ښوونځی یې رغول کېږی، خوښ دي.

زده کوونکي محمد سُور وویل:«باید زموږ د ښوونځي دېوالونه، تشنابونه او یا هم د اوبو پمپ ورغول شي.»

بل زده کوونکی محمد موسی هم وايي:«زموږ د ښوونځي په دېوالونو مرمۍ لګېدلې دي، شېشې یې ماتې شوې دي، په داسې حال کې چې سوړ ژمی هم په لاره کې دی.»

دا مهال فراه ولایت کې لسګونه ښوونځي شته چې د وروستیو جګړو پر مهال ویجاړ شوي او بیارغونې ته اړتیا لري. د فراه د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې، دغه ولایت کې ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه