Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

میدان ښار کې د یوه بهرني بنسټ په همکارۍ د یوه ښوونځي جوړېدل

د میدان وردګو ولایت په مرکز کې د یوه ښوونځي ودانۍ د ۱۹ مېلیون افغانیو په لګښت او د سویډن کمېټې په مالي مرسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 
په دغه ولايت کې د سويډن کمېټې مسوول خالد الرحمن په دې هکله وايي:«دغه ښوونځی اوس د ۵۰۰ زده کوونکو وړتیا لري، خو دغه ښوونځی به د ۱۰۰۰ زده کوونکو وړتیا ولري.»      
د دغه ولایت اوسېدونکي د ياد ښوونځي جوړېدو ته خوښ دي، خو ټينګار کوي چې سرپرست حکومت دې د زده کړو پر وړاندې شته خنډونه هوار او په راتلونکی کال دې د نجونو پر وړاندې ښوونځي پرانیزي.

میدان وردګو اوسېدونکی احمد سالم وايي:«د دې لپاره چې ښوونځی نه و او ستونزې وې زموږ ماشومان له ډېرو ستونزو سره ښوونځي ته تلل، ځکه په اوبو کې لوېدل.»    
 
د ميدان وردګو بل اوسېدونکی عبدالحق هم څرګندوي:«له طالب وروڼو غواړو چې د نجونو پر مخ هم ښوونځي پرانیزي چې د زده کړې کچه لوړه شي.»

ورته مهال د ميدان وردګو د پوهنې ریاست مسوولین وایي، هڅه کوي د زده کوونکو پر وړاندې پراته خنډونه هوار او د ښوونیزو مرکزونو د جوړولو په پار به خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

د ميدان وردګو د پوهنې رييس ګل ولي متقي وویل:«د همکارو بنسټونو له همکارۍ سره، هغه ښوونځي چې پاتې دي بېرته ورغوو چې د استفادې وړ شي، چې زموږ زده کوونکي، زموږ د هېواد خلک او ملت زده کړې وي.»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې تړل شوې او اسلامي امارت په یوه تازه ګام کې د دوولسم ټولګیو له نجونو زده کوونکو د ازموینې اخیستو بهیر پیل کړی دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه