Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره په لوګر کې د ۸ سړو خونو پرانیستل کېدل

په لوګر کې د کرنیزو حاصلاتو د ودې، پیاوړتیا او ساتنې په موخه په مرکز پل علم ښار او دوو ولسوالیو کې د اتو سړوخونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین زیاتوي، د دې سړو خونو پر پرانیستې سربېره یې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په ۸۰ جریبه ځمکه کې د مېوه لرونکو او غیر مېوه لرونکو ونو د کېنولو لړۍ هم پیل کړې ده.

په دې پروژې ۵۹ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د خوړو نړیوال سازمان له لوري ورکول شوی او په پرانیستل کېدو سره یې شاوخوا دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس سید امین الله هاشمي وايي: «شپېته سلنه لګښت یې د اسلامي امارت دی، څلوېښت سلنه لګښت یې خپله بزګر ورکوي او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.»

په لوګر کې د بشري ځواک د پراختیا ادارې ولایتي مسوول عصمت‌الله اتل وايي: «د کار ډول د نغو مرستو په بدل کې ورکول کېږي چې په درې ولسوالیو کې دوه زره کارګران کار کوي او هغوی ته هره میاشت امتیاز او حقونه ورکول کېږي.»

بل‌خوا، د لوګر یو شمېر اوسېدونکي د دغو کرنیزو پروژو د کار له پیلېدو خوښ دي.

د سیمې اوسیدونکی اغا محمد صدیقي وايي: «لومړی امتیاز همدا دی چې زموږ اوبه کنټرولېږي او دویمه ګټه یې دا ده چې زموږ سیمه ورسره زرغونېږي.»

د سیمې یو بل اوسیدونکی یارمحمد زیاتوي: «موږ ته اته نیم زره افغانۍ راکوي او موږ له دې پروسې او پروژې ډېر خوښ یوو.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په دغه ولایت کې د کروندګرو او بڼوالو د حاصلاتو د زیاتیدو په موخه، د څه باندې شپېته زره امریکایي ډالرو په ارزښت په قطرهیي ډول د اوبو رسولو د اوو پروژو چارې هم پیل شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه