د غزني ولایت یو شمیر اوسېدونکي پهدې ولایت کې د کمکیفیته درملو له زیاتوالي سر ټکوي.
دوی زیاتوي، دا درمل نه یوازې دا چې ګټور نهدي؛ بلکې ډېری مهال د دوی حالت لا خرابوي.
د غزني یو اوسېدونکی ذکریا وايي: «د پخوا پرتله درملو خپل کیفیت له لاسه ورکړی او د ناروغ په ګټه نه دي.»
د غزني ولایت یو بل اوسېدونکی فضل احمد زیاتوي: «ما ته یې دا ګولۍ راکړي چې کیفیت نهلري.»
د غزني اوسېدونکی عبدالله وايي: «د دې پر ځای چې دا درمل ګټه وکړي، زیان یې ډېر دی.»
له بل لوري په غزني کې یو شمېر درمل پلورونکي د درملو د کیفیت د ټیټوالي په اړه وايي چې هېواد ته د قانون له مخې درمل نه واردېږي.
درمل پلورونکی ذبیح الله عثماني وايي: «د بېکیفیته درملو واردولو اصلي دلیل له ګاونډیو هېوادونو د خپل سرو درملو واردول دي. که هېواد د روغتیا قانون له مخې درمل وارد شي، په هېڅ صورت افغانستان ته بېکیفیته درمل نه واردېږي.»
درمل پلورونکی جمعه خان ریحان زیاتوي: «زموږ هېوادوال چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی، له ثبت شویو شرکتونو دې درمل وپېري. که د سیمهییزو شرکتونو درمل وپېري، پهدې نه روغېږي او اړ دي هغه پیسې چې یې یو ځل لګولي، بیا ولګوي.»
په همدې حال کې د غزني د روغتیا چارو مسوولان وایي، د بېکیفیته درملو د واردېدو د مخنیوي لپاره یې هلې ځلې کړي.
د غزني د عامې روغتیا رییس رسول خان نظري وايي: «د درملو وارد کوونکو مراجعو د کنټرول لپاره له مرکزي دفتر سره په پرلهپسې اړیکه کې یوو، انشاء الله پهدې برخه کې به همکاري وکړي.»
روغتیاپالان وایي، بېکیفیته درمل نه یوازې دا چې اغیزمن نهدی؛ بلکې استفاده یې د ناروغانو د وضعیت د لا خرابیدو لامل هم ګرځي.
په دې اړه مو اندونه