Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پوهنتونونو کې د تدریس لپاره دیني عالمانو ته د زمینې برابرول

 د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په کندهار کې د دیني عالمانو یوې غونډه کې وویل چې راتلونکې اوونۍ به د سوېلي حوزې په کچه دولتي پوهنتونونو ته د دیني عالمانو د جذب پروسه پيل شي.

د هغه په وینا په دیني علومو کې ماهر دیني عالمان به له ازمویني پرته پوهنتونونو ته د استادانو په صفت وروپيژني.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم وايي:«د همدغې حوزې او زون په کچه د علماوو نوملکنه پيلېږي. دیني عالمان د اسلامي ثقافت په مضمون کې کار کولای شي، په سیاست او حقوقو کې کار کولای شي.»  

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدارنګه زیاتوي چې د هېواد د سوېلي حوزې په پوهنتونونو کې به راتلوونکې اوونۍ د دیني عالمانو د جذب بهیر به پيل شي.

ندا محمد ندیم په دغې غونډه کې زیاته کړه:«زه ان شاالله دا موضوع له امیرالمومنین سره شریک کوم، که چېرې په نورو مضمونونو کې لس امتیازه وي، په دغه مضمون کې دغه عاليقدر شیخ ته باید شل امتیازه ورکړل شي.»

په ورته وخت یو شمېر دیني عالمان د دې پروسې هرکلی کوي خو زیاتوي چې باید د دې پروسې له لارې وړ کسان د پوهنتونونو د استادانو په توګه وګومارل شي.

د غزني د علمانوو شورا غړی مولوي نېک محمد وویل:«په پوهنتونونو کې سترو شیخانو ته باید د تدریس زمینه برابره شي، تکرار وم یې په فوق العاده بڼه، دومره ننګونې ورته رامنځته نه شي لکه څرنګه چې موږ ته رامنځته شوې وې.»

دیني عالم مولوي محمد عمر خطابي هم څرګندوي:«هغه علمان چې په دې موخه او هدف په پوهنتونونو کې ټاکل کېږي، باید په هغه کې صلاحیت او توانمني هم وي.»

سرپرست وزیر وايي، په دیني علومو کې له ماهرینو پرته نور کسان چې دیني او عصري زده کړې لري، او غواړي دې پروسه کې ځان شامل کړي، د ازمویني .له لارې به جذب شي

سرپرست وزیر وايي، په دیني علومو کې له ماهرینو پرته نور کسان چې دیني او عصري زده کړې لري، او غواړي دې پروسه کې ځان شامل کړي، د ازمویني له لارې به جذب شي.

Thumbnail

 د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په کندهار کې د دیني عالمانو یوې غونډه کې وویل چې راتلونکې اوونۍ به د سوېلي حوزې په کچه دولتي پوهنتونونو ته د دیني عالمانو د جذب پروسه پيل شي.

د هغه په وینا په دیني علومو کې ماهر دیني عالمان به له ازمویني پرته پوهنتونونو ته د استادانو په صفت وروپيژني.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم وايي:«د همدغې حوزې او زون په کچه د علماوو نوملکنه پيلېږي. دیني عالمان د اسلامي ثقافت په مضمون کې کار کولای شي، په سیاست او حقوقو کې کار کولای شي.»  

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدارنګه زیاتوي چې د هېواد د سوېلي حوزې په پوهنتونونو کې به راتلوونکې اوونۍ د دیني عالمانو د جذب بهیر به پيل شي.

ندا محمد ندیم په دغې غونډه کې زیاته کړه:«زه ان شاالله دا موضوع له امیرالمومنین سره شریک کوم، که چېرې په نورو مضمونونو کې لس امتیازه وي، په دغه مضمون کې دغه عاليقدر شیخ ته باید شل امتیازه ورکړل شي.»

په ورته وخت یو شمېر دیني عالمان د دې پروسې هرکلی کوي خو زیاتوي چې باید د دې پروسې له لارې وړ کسان د پوهنتونونو د استادانو په توګه وګومارل شي.

د غزني د علمانوو شورا غړی مولوي نېک محمد وویل:«په پوهنتونونو کې سترو شیخانو ته باید د تدریس زمینه برابره شي، تکرار وم یې په فوق العاده بڼه، دومره ننګونې ورته رامنځته نه شي لکه څرنګه چې موږ ته رامنځته شوې وې.»

دیني عالم مولوي محمد عمر خطابي هم څرګندوي:«هغه علمان چې په دې موخه او هدف په پوهنتونونو کې ټاکل کېږي، باید په هغه کې صلاحیت او توانمني هم وي.»

سرپرست وزیر وايي، په دیني علومو کې له ماهرینو پرته نور کسان چې دیني او عصري زده کړې لري، او غواړي دې پروسه کې ځان شامل کړي، د ازمویني .له لارې به جذب شي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه