Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روزګان سیمه‌ییز مسوولان: د کوکنارو د کښت له کبله یو شمېر کروندګر نیول شوي

د روزګان سیمه‌ییز مسوولان وایي، د کوکناور د کښت په تړاو یې ۳۵ کروندګر نیولي دي.

د روزګان امنیې قومندانۍ مسوولان زیاتوي، په دې ولایت کې یې د کوکنارو د پیر او پلور بازار هم تړلی او کروندګرو ته یې خبرداری ورکړی چې د کوکنارو له کښته لاس په سر شي.

د روزګان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مولوي امین په‌دې اړه وايي: «په روزګان ولایت کې که کرل شوي وي، ډېر به کم وي، یوازې په کومه باغچه کې به کرل شوي وي، هغه هم موږ معلومات تر لاسه کوو، که چا کرلي وي، هغوی به هم موږ راولو او بندي کوو به یې او کښت به یې ورماتوو.»

اخوا یو شمیر کردوندګر وایي، که حکومت ورته د بدیل کښت زمینه برابره نه‌کړي د کرکېلې مخینوی یې ناشونی دی.

کروندګر تورجان وايي: «د تریاکو کښت چې خلاص شو، غنم خو هېڅ نه جوړوي، یوه ګونۍ کوډ په اتلس زره کلدارې دی.»

کروندګر سیف‌الله وايي: «حکومت باید موږ ته د بل کښت روزنه راکړي، د زعفرانو ښه کښت دی، په‌دې اړه دې حکومت موږ ته مالومات راکړي چې موږ دې ته مخه کړو.»

د کرنیزو چارو یو شمېر کارپوهان وایي، د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو اړینه ده سرپرست حکومت کروندګرو ته د کوکنارو د کښت مناسب بدیل ورکړي، څو وکولای شي خپل ورځني لګښتونه پوره کړي.

د روزګان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد عبد الشکور کریمي زیاتوي: «باید په بدیلو لارو باندې فکر وکړو، که هغه زعفران، انجه او د انځرو روزل وي، د حیواني او زراعتي محصلاتو د روزنې لپاره فارمونه جوړول وي.»

د روزګان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد حمد الله سفر خیل وايي: «د چېک ډېمونو جوړول په دې ولایت کې اوبه مهارولی او د تریاکو د کښت بدیل کېدلای شي.»

د هېواد په سویل کې له هلمند وروسته روزګان هغه ولایت دی چي تر ډېره په‌کې د کوکنارو کښت کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه