Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په خوست کې په دوامداره توګه د برېښنا پر پروچاوۍ د کارخونو د مسوولانو نیوکې

په خوست کې د ځينو کارخونو مسوولان وایي، چې په دې وروستیو کې د برېښنا پرچاوۍ او په خامو موادو لوړ ګمرګ اخیستو له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې د یادو ستونزو د حل لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

د کارخونې لرونکی رحمت الله وايي:«ګمرک د المونیم خام توکي لوړ کړي موږ ته توکي په ډېره لوړه بیه راځي.»

د کارخونې لرونکي خواني هم وویل:«توکي موږ ته په ډېره لوړه بیه راځي زموږ ټول خام توکي له ایران او پاکستان څخه دي.»

د کارخونو مسوولانو له اسلامي امارت غواړي چې یادې دواړه ستونزې دې په وخت ورته هوارې کړي څو ټکنۍ شوې چارې یې بېرته منظمې شي.

د کارخونې لرونکی رحمن الله څرګنده کړه:«زموږ ستره ستونزه همدا ده چې برېښنا خو هېڅ نشته او د توکو بیه ډېره لوړه ده.»

د کارخونې لرونکی امیرګل هم وايي:«دلته باید برېښنا ۲۴ ساعته وي که چېرې نه وي د ورځې له خوا باید برېښنا ولرو.»

په همدې حال کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، په خامو موادو د د لوړ ګمرګ اخیستو موضوع په مرکزي کچه تر بحث لاندې ده او د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه به هم  ژر حل شي.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس شبیراحمد عثماني په دې هکله وايي:«د برېښنا مرکزي دفتر او د دغه شرکت چارواکي هڅه کوي چې د پروچاوۍ ستونزه حل کړي.»

خوست کې دا مهال د بېلابېلو توکو سل ګونه کارخونې فعالیت کوي چې په دې وروستیو کې یې ځینې د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوې دي.

عام باور دا دی چې که ستونزو ته په وخت رسېدنه ونه شي، ښایي یو شمېر نورې کارخونې هم وتړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه