Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیا کې کارګر ماشومان د زده کړو د زمینې برابرول غواړي

په پکتیا ولایت کې ځينې ماشومان د اقتصادي ننګونو له امله درنو کارونو ته مخه کړې او له زده کړو بې برخې شوي دي.

دوی له چارواکو غواړي چې ستونزو او ننګونو ته یې رسېدنه وکړي او د زده کړو زمینه ورته برابره کړي.

پنځلس کلن عادل شاه يو له هغو ماشومانو دی چې څو کاله کېږي پر درنو کارونو بوخت دی. نوموړی هيله لري زده کړې وکړي؛ خو اقتصادي ستونزې يې د زده کړو پر وړاندې خنډ دي او اړ دی چې کار وکړي.

پر درنو کارونو بوخت ماشوم عادل شاه طلوع نیوز ته وویل:«څلور کاله کېږي چې ما ښوونځی پرېښی دی او په زرګونه نور ماشومان هم شته چې ښوونځي یې پرېښي او درنو درنو کارو ته یې لاس اچولی دی.»

ګڼ شمېر نور ماشومان هم په درنو کارونو بوخت او ډېری يې له زده کړو لرې پاتې، دوی غوښتنه لري چې د کورنيو اقتصادي ستونزې يې حل او د زده کړو زمينه ورته برابره شي.

پر درنو کارونو بوخت ماشوم اميد وویل:«په سلګونه ماشومان دي چې دلته کار نه شي کولای درانه کارونه، موږ ته باید د مکتب زمینه مساعده شي.»

پر درنو کارونو بوخت ماشوم قدرت الله وايي:«دوه کاله کېږې چې دلته کار کوم، مکتب باید ووایوو دلته زما په رقم نور هلکان هم دي.»

ورته مهال بیا مسوولين دلته د بېلابېلو مؤسساتو له استازو سره د ماشومانو د ملاتړ، درنو کارونو څخه د مخنيوي او زده کړو په برخه کې د زمينې برابرولو او مرستې راجلبولو په موخه په یوه ګډه ناسته کې راټول شوي او د ماشومانو ستونزو ته له رسېدو خبر ورکوي.
 
د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رييس محمد رحيم نصرت څرګندوي:«وزارت ته مو په همدې برخه کې وړاندیز کړی هغه ماشومان چې پ شاقه کارونو باندې بوخت دي د دوی لپاره باید داسې د کار زمینه برابره شي چې په دوی باندې بوج نه وي.»

د شمېرو له مخې دا مهال یوازې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې ۴۷۴ ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه