د سویډن کمېټې مسوولان وایي، له دې وروسته په پروان، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو کې د کوویډ-۱۹ روغتونونو مالي ملاتړ نهکوي.
د دې مرستندویه بنسټ مسوولان زیاتوي، د بودجې د کمښت له امله یې په دې روغتونونو کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
په پروان، کاپیسا او پنجشیر کې د سویډن کمیټې مسوول سید رشاد سادات وايي: «د بودجې له کمښت سره مخامخ وو او مرکزي دفتر وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې نهشو کولای د کرونا پروژې ته دوام ورکړو.»
ورته مهال په پروان کې ځینې ناروغان چې په کووېډ-۱۹ روغتون کې بستر وو؛ له درملنې پرته له روغتونه رخصت شوي دي.
ناروغ عبدالشکور جاهد وايي: «د دې روغتون بندول داسې مانا لري لکه یو څوک چې د پروان اوسېدونکو پر ستوني پل کېږدي.»
یو بل ناروغ محمد ملا پهدې اړه وايي: «دا درېیم ځل و چې د کرونا دې روغتون ته مې خپل ناروغ راوړ او ډاکټرانو یې خدمت کاوه.»
په پروان کې د کووېډ-۱۹ روغتون مسوولان وایي، په دې روغتون کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو سربېره، د ګڼو نورو ناروغانو درملنه هم کېده.
په پروان کې د کووېډ-۱۹ روغتون امر عبدالحمید عالمي ژکفر وايي: «له بده مرغه دلته چې څومره ناروغان بستر و، ټول مو رخصت کړل.»
دا په داسې حال کې ده چې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي بنسټونو کې د ښځو د کار د منع کېدو وروسته، یو شمېر مرستندویه بنسټونو په هېواد کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
په دې اړه مو اندونه