Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په فراه کې د ماشومانو د زېږون ډېروالی

د فراه د احصایې او معلوماتو ادارې مسوولان وایي، په‌دې ولایت کې د تېر کال پرتله د ماشومان زېږون شل سلنه ډېر شوی دی.

د فراه د احصایې او معلوماتو رییس عبدالمالک یوسف وايي: «د تېر کال پرتله سږ کال د زېږون شمېرې شل سلنه ډېرې شوې دي.»

د فراه ولایتي روغتون امر صلاح الدین احدي زیاتوي، په تېر یوه کال کې د دې ولایت په یوه روغتون کې اووه زره ماشومان زېږیدلي دي. نوموړی وايي: «په تېرو یوولسو میاشتو کې اووه زره ماشومان زېږېدلي او ۵۵۰ سیز ارین عملیات هم شوي.»

بل‌خوا، د فراه ولایت یو شمیر کورنۍ له بد اقتصادي حالته شکایت لري.

د فراه ولایت له اوسېدونکو فېروزه چې شپږ ماشومان لري، وایي، یو ماشومان یې د ب‌ وزلۍ له امله له لاسه ورکړی او د بل ناروغ ماشوم د درملنې وس نه‌لري.

اغلې فیروزه په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «دوی له یو شیدو تر بل شیدو پورې (په یوه کال کې د دووه زېږون وخت) او د هغوی ډوډۍ نه‌شم برابرولی، تر ماښامه د خلکو کالي مینځم.»

ورته مهال، یو شمېر روغتیاپالان وایي، په بې‌وزلو کورنیو کې د ماشومانو د شمېر زیاتوالی، د اقتصادي ستونزو لامل ګرځي او کورنۍ نه‌شي کولای خپل ماشومان په سالمه توګه تغذیه او وروزي.

روغتیاپال فرید احمد وايي: «اقتصادي ستونزې او روغتیايي ستونزې د مور او ماشوم لپاره ستونزې زېږوي.»

په فراه کې د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال یې لس زره او ۳۰۰ ماشومانو ته د زېږون پاڼې وېشلي او سږ کال دغه شمېر څوارلس زره او ۳۰۰ تنو ته لوړ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه