Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترمز کې د رېل پټلۍ او ژبې په برخو کې د افغان زده کړیالانو تحصیل

د ازبیکستان په ترمز ښار کې یو پوهنتون افغان زده کړیالانو ته د رېل پټلۍ د مدیریت او ازبیکي ژبې په برخو کې زده کړې ورکوي.

بلخوا د دغه پوهنتون مسوولان وایي، چې وروستیو دوو کلونو کې له افغانستانه هېڅ محصل دوی ته د زده کړو په موخه نه دی ورپېژندل شوی.

ازبیکستان کې د افغان زده کړیالانو لپاره د ځانګړي پوهنتون د زده کړیالانو د چارو مرستیال فرخ رمضان اوف وویل:«د افغانانو لپاره د ځانګړي شوي پوهنتون بنسټیزه موخه د زده کړو په پار د افغان ځوانانو را جلبول دي، څو هغوی بېرته خپل هېواد ته ستانه او خپلو خلکو ته د خدمت جوګه شي. دا مهال موږ دغه پوهنتون کې د ۸۰۰ زده کړیالانو ګنجایش لرو. موږ ټول امکانات چې په کې زده کړې، درې وخته ډوډۍ او د خوب ځای شامل دي، په وړیا ډول د زده کړیالانو لپاره برابر کړي دي.»

زده کړیال میر رحمان ماهر وايي:«زموږ استادان له تاشکند څخه راځي او زموږ درسونه په عالي توګه روان دی.»

بل زده کړیال عبدالقادر امیني هم څرګندوي:«دلته زموږ لپاره هر ټول شرایط چمتو شوي دي او له هر اړخه بشپړ دی.»

افغانستان له څو لسیزو وروسته، تازه د رېل پټلۍ جوړولو په برخه کې ګامونه اوچت کړي دي. یو شمېر زده کړیالان چې دلته د رېل پټلۍ مدیریت په برخه کې زده کړې کوي، هیله من دي چې د زده کړو له پایته رسېدو وروسته به په کور د ننه ورته د کار زمینه برابره شي.

زده کړیال بیګ محمد محمدي وویل:«زموږ لپاره دې د کار زمینه برابره کړي چې وکړای شو په افغانستان د یوه وګړي او زده کړیال په توګه خپل دین ادا کړو.»

ومو غوښتل چې د تازه زده کړیالانو د نه ورپېژندل کېدو په تړاو د لوړو زده کړو وزارت نظر هم ولرو، خو له پرله پسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.

د ویلو ده چې دا مهال څه باندې ۱۰۰ افغان زده کړیالان په دغه پوهنتون کې پر زده کړو بوخت دي او د ۷۰۰ نورو زده کړیالانو لپاره د زده کړې امکانات هم شتون لري.

ورته مهال هغه زده کړیالان چ په دغه پوهنتون کې په زده کړو بوخت دي، هیله من دي چې د زده کړو له بشپړولو وروسته په خپل هېواد کې به په کار وګومارل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه