د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، په تېر یوه کال کې یې له کروندګرو پنځلس مېلیونه افغانۍ عشر راټول کړی دی.
د فراه د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالمومن فیصل وايي: «سږ کال مو په فراه کې ۱۵ مېلیونه افغانۍ عشر راټول کړی دی.»
په همدې حال کې د فراه د شنو خونو لرونکي وایي، په کال کې دوه ځلي عشر ورکولو ته اړ دي. دوی له حکومته غواړي چې په کال کې یو ځل عشر ټول کړي.
شنه خونه لرونکی احمد ضیاء وايي: «تر اوسه پورې هېڅ څارنه نهشته. غوښتنه مو دا ده چې دولت پر ګلخونو څارنه وکړي.»
شنه خونه لرونکی عبدالرحمان وايي: «تر اوسه پورې حکومت موږ ته هېڅ کار نهدی کړی. بازار ته چې ځې، هېڅ تولنه نهشته او هر یو خپله بیه ټاکي.»
شنه خونه لرونکی توریالی زیاتوي: «موږ له حکومت دا ځل غوښتنه کوو چې دا ځل یې موږ ته کم کړي.»
په وروستیو کلونو کې په فراه ولایت کې د شنو خونو شمیر خورا زیات شوی دی. د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست د شمېرو پر بنسټ، په دغه ولایت کې په ۱۱زره او ۳۰۵ جریبه ځمکه کې شنې خونې جوړې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه