د غوري سېمېنټو فابریکې مسوولان وایي، د دې فابریکې د پلور څانګې مسوولیت یې یوه خصوصي شرکت ته ورکړی دی.
د دوی په وینا، دا کار یې د لا ښې بازارموندنې په موخه کړی دی.
د غوري سېمېنټو فابریکې رییس شفیعالله واحدي پهدې اړه وايي: «د سېمېنټو د کیفیت په باره کې زموږ دواړه جانبه قراردادي او فابریکې چې کوم قرارداد لاسلیک کړی، دواړه به انشاء الله د قرارداد د موادو مطابق مخ ته ځو.»
د قراردادي شرکت استازی مبارز برکتزی زیاتوي: «هغه کوم تعهدات چې موږ په شرطنامه د غوري سېمېنټو له فابریکې سره کړي، هغوی ته انشاء الله موږ متعهد یوو او هغه به انشاء الله په ښه شکل باندې مخته وړو.»
د غوري سېمېنټو فابریکې د کارګرانو استازی اسلامالدین وايي: «له نېکه مرغه ډېر زیات خوښ یوو چې نن زموږ د تولیداتو بارول پیل شول، له دې سره زموږ د تولیداتو کچه لوړېږي.»
له دې سره سم د بغلان سیمهییز مسوولان وایي، یوه خصوصي شرکت ته د غوري سېمېنټو د پلور څانګې د مسوولیت سپارل به د دې فابریکې د تولیداتو کچه لوړه کړي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مصطفی اسدالله هاشمي وايي: «پکار دا ده چې کیفیت یې هم ښه کړي، په کور دننه او بهر ورته بازار مونده وشي، که ډېره ګټه کوې، هڅه کوه چې بل مسوول دلته راځي، ته دې خپل مسوول هلته استوه.»
د بغلان د ډبرو سکرو د تصدۍ رییس محمد امین واحدي په خبره: «خصوصاً زما دغه هیله ده چې د وطن تولیدات تاسو استفاده کړئ.»
د غوري سېمېنټو فابریکې د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، دغه فابریکه به خپل تولیدات په لوړ کیفیت بازار ته وړاندې کړي.
په دې اړه مو اندونه