د ننګرهار سیمهییز مسوولان وایي، سږ کال یې د کانال ریاست اړوند ۵۵۰۰ جریبه ځمکه خصوصي سکټور ته په اجاره ورکړې او عملاً پهکې د مالټو بڼونو جوړولو لړۍ روانه ده.
چارواکي زیاتوي، دغه بڼونه په بهسودو، بټيکوټ او کوز کونړ ولسوالیو کې پر کانال ریاست اړوند ځمکه جوړېږي چې سلګونه کسان به پهکې پر کار بوخت شي.
د ننګرهار کانال رییس غلام الرحمن کظیم وايي: «په تېر یو کال کې الحمدلله موږ نهه نیم زره جریبه ځمکه نوره اضافي مالټه کرلې ده او سږ کال مو د پنځه نیم زره ځمکې توضیع کړې ده.»
اخوا یو شمېر هغه کسان چې پهدې ځمکو کې ورته د کار زمینه برابره شوې، خوښ دي او له پانګهوالو د لا زیاتې پانګهونې غوښتنه کوي.
کارګر عبدالحميد وايي: «موږ چې دلته باغونه جوړوو، پهدې کې کار کوو او په همدې ذریعه ځان ته حلاله نفقه پیدا کوو.»
کارګر زرولي خان زیاتوي: «په بهر کې چې کوم پانګهوال دي، را دې شي، په خپل هېواد کې دې فعالیت وکړي، په کرنه او نورو برخو کې دې خدمت وکړي.»
د اوبو کمښت هغه ستونزه ده چې د مالټو پر نویو بڼونو پانګهاچوونکي ورته اندېښمن دي، خو چارواکي د اوبو د څاڅکو سېسټم فعالول د دې ستونزې یوازینۍ حل بولي.
پانګهوال رحيمالله وايي: «زموږ ۱۳۵ جریبه ځمکه ده او دلته ۲۰-۲۵ کسان کار کوو.»
یو بل پانګهوال فضلالرحمان زیاتوي: «سږ کال مو ۹۵ جریبه ځمکه نوې کرنه وکړه، مالټه مو پهکې کېنوله. دا خواري او محنت غواړي، ځکه دلته چې پانګونه کېږي، باید پام ورته وشي.»
د ننګرهار کانال رییس غلام الرحمن کظیم وايي: «په ټول افغانستان کې په لومړي ځل ۴۰۰ جریبه ځمکه د څاڅکو سېسټم په ډول خړوبېږي. دا کار په کانال کې کېږي او په ډېرې بریا سره پر مخ ځي.»
په ننګرهار کې د کانال رياست اړوند د مالټو ۲۶۰۰ جريبه بڼونو روان کال نږدې ۲۱۰۰ ټنه حاصلات ورکړي، خو چارواکي وايي، راتلونکو څلورو کلونو کې به د مالټو ۱۷۵۰۰ جريبه بڼونه حاصل ورکولو ته چمتو او د مالټو په حاصلاتو کې به ورسره د پام وړ زياتوالی راشي.
په دې اړه مو اندونه