د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه په تورخم بندر کې د سوداګریزو توکو د سلګونو کانټینرونو د درولو خبر ورکړی دی.
په ننګرهار کې د دې خونې یو غړی وايي، په تورخم کې د اسلامي امارت سیمهییزو چارواکو په سوداګرو مالونو د لېږد کرایه لوړه کړې ده.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی زلمی عظیمي زیاتوي: «د اسلامي امارت له لوري ځینې مسوولین راغلي دي، هغوی وايي چې د پاکستان کوم موټر چې راغلي، نهشئ کولای دغه مالومه افغانستان ته انتقال کړئ، د دې لپاره به د افغانستان موټر نیسئ.»
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د هېواد په ټولو بندرونو کې د دغه وزارت چلند یو راز دی او هغو موټرو ته چې د افغانستان له خاورې د تېرېدو جواز نه لري، اجازه نه ورکول کیږي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، پاکستان هم د افغانستان لاریو ته په خپلې خاورې کې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي: «اوسمهال یې مخه نیول کېږي، ځکه زموږ موټر چې هاغاړه ځي، ورته عمل ورسره کېږي، که هلته هم له اسنادو پرته ورته اجازه ورکول کېږي، موږ ورته هم اجازه ورکوو، ځکه د پولې بلې غاړې ته چي ځي، زموټر بار وړونکي موټر تخلیه کېږي او د هغوی چې هم راځي باید دلته تخلیه شي.»
د اقتصادي چارو یو شنونکی د پاکستان د هغو لاریو مخنیوی چې جواز نه لري، يوه ښه پرېکړه ګڼي او له اسلامي امارته غواړي، چې د سوداګرو پر توکو تعرفه راټېټه کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی بصیر ترکی وايي: «په بېلابېلو ولایتونو کې زموږ خپل افغانان کولای شي توکي ولېږدوي، دا یو ښه ګام دی او یوه کوچنۍ ګیله هم شته چې په تېر حکومت یې ۱۰ زره افغانۍ اخیستلې، خو اسلامي امارت اعلان کړی چې ۲۵ افغانۍ به اخلي.»
په تېرو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیتې اړېکې تل له ننګونو ډکې وې.
د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د معلوماتو له مخې په روان کال کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنخ سوداګري ۲۶ سلنه کمه شوې ده
په دې اړه مو اندونه