Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په لوګر کې په لومړي ځل د وسپنې ویلې کولو کارخونه جوړېږي

د لومړي ځل لپاره د یوه خصوصي شرکت له لوري د لوګر په صنعتي ښارګوټي کې د ۲۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت د وسپنې ویلې کولو کارخونه جوړېږي.

د یاد ولایت سیمه‌ییز مسوولان وایي، د دې کارخونې په جوړېدو سره به لږ تر لږه زرو کسانو ته کاري زمینه هم برابرې شي.

د لوګر محمد اغې ولسوال میرهاشم حزب‌الله وايي: «تقریباً د شل مېلیونه ډالرو په اندازې سره سرمایه ګذاري کړې ده، کارونه ان‌شاء الله تکمیل شوي دي، په نږدې راتلونکې کې به ان‌شاء الله کارونه شروع کړي.»

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ امر محمد سرور حقاني زیاتوي: «زموږ ملي سوداګر کولای شي په ډاډ سره راشي او دلته پانګونه وکړي، له دې سره به له یوې خوا زموږ هېواد کې اقتصاد وده وکړي، له بلې خوا به بې‌وزلي او ولږه کمه شي.»

د لوګر صنعتي پارک د کابل-لوګر دروازې پنځلس کېلو مټرۍ کې په محمد اغې ولسوالۍ کې موقعیت لري او پر ۵۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی دی.

په همدې حال کې د محمد اغې ولسوالۍ یو شمیر اوسېدونکي د دې کارخونې په جوړېدو سره خوښ دي او زیاتوي چې په‌دې سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د لوګر محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ابراهیم وايي: «ټول خلک بې‌کاره دي، کار نه‌شته، پیسې خلکو سره نه‌شته چې دلته کار پیدا شي، خو ښه دی کنه.»

د لوګر محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکی امین الله زیاتوي: «باید ټول ځوانان په کار شي او موږ ټول کار وکړو، له دې سره به منظقه اباده شي، موږ غواړو چې دا شرکت جوړ او فعال شي.»

د لوګر محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکي له سرپرست حکومته ځینې غوښتنې هم لري.

د لوګر محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکی اصیل خان احمدزی وايي: «خلک چې بې‌کاره دي، دوی ته د کار زمینه برابرېږي، د مس عینک پروژه چې ده، همداسې نورې زېربناوي پروژو ته باید ډېره توجه وشي.»

د لوګر ولایت صنعتي ښارګوټي په ۱۳۹۴ کال کې په محمد اغې ولسوالۍ کې جوړ شو، خو د تېرو کلونو په لړ کې پانګه‌وال و نه توانېدل چې د بد امنیتي وضعیت له امله په دغه ښارګوټي کې پانګونه وکړي.

د محمد اغې ولسوالۍ یو شمیر اوسېدونکي د دې کارخونې په جوړېدو سره خوښ دي او زیاتوي چې په‌دې سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه