د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره پرون (پنجشنبه) د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې یوې خصوصي راډیو خپرونې پیل کړې.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر رسنیو د سرپرست حکومت له راتګ وروسته د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
د یادې راډیو مسوولان د رسنیو له ملاتړو نړیوالو بنسټونو غواړي چې په اوسنیو شرایطو کې د رسنیو ملاتړ وکړي.
د هوا پکتیا راډیو مرستیال مبین میرزا وايي: «د هوا پکتیا راډیو د رسمي خپرنیز پوښښ یقیني کول په اوسنیو شرایطو کې یو چلېنجي (ننګونکی) ګام و چې دغه ګام موږ اوچت کړ. هوا پکتیا به په ښوونیزه او خبري برخه کې خپل چوپړ ته ادامه ورکوي.»
ورته مهال، یو شمېر خبریالان نیوکه کوي چې په کور دننه له رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونو هغسې کار نهدی کړی څومره چې اړتیا ده.
خبریال خالد ذهین وايي: «په تېرو څو کلونو کې پکتیا کې له خبریالانو سره د اړوندو ټولنو له خوا کومه خاصه مرسته نهده شوې او نه هغه امکانات چې دوی ته د نړیوالو او نړیوالو بنستونو له خوا په واک کې ورکړل شوي دي، تر اوسه پکتیا کې له خبریالانو سره هغه مرستې نهدي شوي.»
یو بل خبریال حبیبالله سراب زیاتوي: «خبریالان له ځینو مشکلاتو سره مخ دي، محلي رسنیو د تقویې لپاره له حکومت څخه زموږ غوښتنه ده، تر څو دوی ته د نظام په ملاتړ اعلانات ورکړي او د هغوی په بدل کې چې کله اعلانات خپرېږي؛ نو د دوی مالي ملاتړ باید وشي.»
له رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونه هم د رسنیو مالي ستونزې مني او وایي، که نړیوال بنسټونه مرستې ونهکړي ډېرې نورې رسنۍ به هم وتړل شي.
د خپلواکو خبریالانو ټولنې رییس حجتالله مجددي وايي: «په تېرو دوو کلونو کې نړیوالو بنسټونو پهدې برخه کې خاموشي غوره کړې او له بده مرغه موږ به د نورو رسنیو د تړل کېدو شاهدان هم واوسو.»
له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې د پلازمینې کابل په ګډون، بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر رسنۍ تړل شوې دي.
په دې اړه مو اندونه