Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا وزارت: د ۲۰۲۲ کال ډېسمبر میاشت کې ۴۰ زره ماشومان بستر شوي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۲ کال په ډېسمبر میاشت کې څلوېښت زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د بېلابېلو ناروغیو په ځانګړي ډول، د موسمي ناروغیو له امله په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د دې وزارت د شمېرو پر بنسټ، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې په منځنۍ کچه ۱۰ زره ماشومان په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل زیاتوي: «د ډېسمبر په میاشت کې تقریقاً څلوېښت زره په شاوخوا کې په ټول هېواد کې له پنځه کلونو څخه کم‌عمره ماشومان بستر ول چې دا په اوونیز ډول باندې په اوسط ډول ۱۰ زره ماشومان راځي.»

یو نیم کلنه زرغونه چې د زړه له ناروغۍ سربېره له لسو ورځو راهیسې پر سینه و بغل ناروغۍ هم اخته شوې ده، انا یې وايي، زرغونه یې د درملنې لپاره له بغلانه کابل ته راوړې ده.

د زرغونې انا ګل افروز وايي: «پلخمري ته مو یوړه، ډاکټرانو ځواب راکړ، ویل، کابل ته یې یوسئ، دلته مو راوړه، د خدای شکر دی له هغه وخته ښه شوې ده.»

یو شمېر ناروغ لرونکي د خپلو کورنیو د غړو د ناروغېدو اصلي لامل سړه هوا ګڼي.

د ناروغ ماشوم مور حمیده وايي: «یوه اوونۍ شوه چې سینه بغل ده، وضعیت یې ډېر خراب دی، د شپې خوب نه‌لري، بیا مې دې روغتون ته راوړه.»

ناروغ لرونکې رحیمه وايي: «په یوه اوونۍ کې هوا ډېره سړه شوې، ماشوم ډېر کوچنی دی، هر څه چې کوو، د شپې تر سهاره همداسې ناارامي کوي.»

په ورته وخت کې، د اندراګاندي د ماشومانو د روغتون مسوولین وايي، په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ ډېرې شوې دي.

د اندراګاندي د ماشومانو روغتون د ډاکټرانو مشر محمد اقبال صادق وايي: «په‌ دوو اوونیو کې مو هره اوونۍ نږدې ۳۷ ناروغان بستر کړي.»

د هوا پېژندنې د وړاند وینو له مخې، د هېواد په ځینو ولایتونو کې به د سړې هوا کچه تر منفي ۳۴ درجې ورسېږي. روان ژمی د تېرو کلونو پر تله په داسې حال کې ډېر یخ دی چې ډېری هېوادوال د خپلو کوټو د تودولو وس نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه