Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په مزارشریف کې د روضې ځینې برخې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي

په مزارشریف کې د روضې مسوولان وایي، د دې لرغونې ابدې ځینې برخي د نړیدو له ګواښ سره مخ دي.

د روضې یا حضرت علي منسوب زیارت تخنیکي مسوولان د دې تاریخې ابدې د ځینو برخو نړیدو اندېښمن کړي دي.

د روضې تخنیکي مسوول زلمی انصاري وايي: «په رښتیا سره ځینې برخې یې له نړېدو سره مخ دي، که په وخت ورته ترتیبات و نه نیول شي. تاسو باور وکړئ، له دې ودانۍ چې یوه یا دوه کاشي بې‌ځایه کېدلې، موږ ورته اندېښمن وو.»

د دې ځای اداري مسوولان وایي، د روضې د بیارغونې پرېکړه په ۱۳۹۶ کال کې وشوه او په ۱۳۹۹ کال کې یې عملي چارې پیل شوې، خو د تېر کال له سیاسي بدلونونو وروسته یې کارونه نیمګړي پاتې شول.

د روضې اداري مرستیال عبدالواحد انصاري وايي: «د ښار جوړولو وزارت او ملي پراختیا شرکت د ارقامو له مخې چې موږ ته یې راکړي، په ټولو برخو کې ۲۸ سلنه کار مخ ته تللی دی.»

د مزارشریف اوسېدونکی محمد عارف وايي: «هر څه ژر باید بیا رغونه وشي، خلاصه دې شي.»

د مزارشریف یو بل اوسېدونکی نصیب الله په‌دې اړه زیاتوي: «زموږ غوښتنه دا ده، لکه څه ډول چې پخوا نوي کال ته په نږدې کېدو ترمیم کېدله، سږ کال هم ترمیم شي.»

له پر له پسې اړیکو سره ونه توانیدو چې د مزارشریف ښاروالۍ نظر ترلاسه کړو، خو د روضې د ریاست مسوولان د دې تاریخې ابدې د ځینو زیانمنو برخو د بیارغونې په موخه د هلو ځلو خبر ورکوي.

د روضې رییس علم خان مبارز وايي: «په لنډ وخت کې د دوی لپاره ډېره غټه امادګي ونیسو، تر دې پورې چې دا زموږ ملګري او وطن‌وال خلک دلته په ډېره اسانتیا سره راشي او د دې زیارت برخمن وګرځول شي.»

دغه لرغونې ابده د ۲۱ خونو تر څنګ کتابتون او موزیم هم لري، ځینې کتابونه یې خورا لرغوني دي چې په لاس لیکل شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه