د هرات سیمهییز مسوولان وایي، له ستونزو سره-سره، په هرات کې د سنتي کاشي جوړولو یوازینۍ کارخونه لا هم فعالیت کوي.
د دې کارخونې له سنتي کاشیو، د هرات د جامع جومات د دیوالونو د ټینګښت او ښکلا تر څنګ، په هېواد کې د لرغونو ابداتو د رغولو په برخه کې ګټه اخیستل کېږي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لرغونو ابداتو د ساتنې امر زلمی صفا وايي: «پهدې کارخونه کې د سنتي کاشي تولید په دوه بڼو دی چې معرق او اووه رنګه کاشي بلل کېږي او د هرات په جامع جومات او نورو لرغونو ابدو کې اړتیا وي، ترې ګټه اخیستل کېږي.»
پنځوس کلن بشیر احمد فقیري چې له څلوېښتو کلونو راهیسي د هرات لوی جامع جومات د کاشي جوړولو په کارخونه کې کار کوي، د کوچنۍ تښځې په مرسته په ډېر غور سره نازکې او ارزښت لرونکې کاشي جوړوي.
کاشي جوړونکی بشیر احمد فقیري وايي: «دا کاشي د جامع جومات ښکلاوې دي، د دې جومات ښکلا په همدې کاشي کې ده او اوس یې موږ ترمیم کاري کوو.»
د کاشي جوړولو دغه استادان په خورا کمه تنخوا کار کوي. د دغو هنرمندانو په وینا، هره میاشت شپږ زره افغانۍ معاش اخلي او دې پیسو یې د کورنیو لګښتونه نشي پوره کېدای.
کاشي جوړونکی جلیل احمد کریمي وايي: «پهدې کم معاش مو قناعت کړی دی، مخکې ارزاني وه او بیې ټيټې وې، تر یوه بریده مو ګزاره کېدله.»
کاشي جوړونکی احمد احمدي وايي: «۷۰، ۸۰ شاګردان مو درلودل، د معاش د کموالي له کبله یې کار پرېښود لاړل.»
د هرات د لرغونو ابداتو امریت د معلوماتو پر بنسټ، د کاشۍ جوړولو دغه دودیزه کارخونه، نږدې ۹۰۰ کاله تاریخي مخینه لري. د فرهنګي چارو کارپوهان هم دغه کارخونه د هرات د لرغوني تاریخ تر ټولو پیاوړی ستون یادوي.
د تاریخي ابداتو کارپوه صدیق میر وايي: «د هرات جامع جومات د کاشیو نمونه د هرات یا تیموریانو د مکتب غوره نمونه ده.»
دغو سنتي کاشیو د هرات لوی جامع جومات ته دا ډول ښکلا وربښلې ده. دغه کاشي د سلګونه کلونو په اوږدو کې د ماهرو کاشي جوړوونکو له لوري جوړې او پر دې لرغونې ابدې نښلول شوې دی.
د هرات د لوی جامع جومات د دودیزې کارخونې کاشي، د هیواد په نورو لرغونو ابداتو کې هم کارول شوې دي.
په دې اړه مو اندونه