Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښوونځیو د ودانیو نشتون او د زده کوونکو په درسي بهیر یې منفي اغېزې

ننګرهار کې د يو شمېر هغو ښوونځيو زده کوونکي چې ودانۍ نه لري، د باران پرمهال تر چتریو لاندې ازموينې ورکوي.

د دغو ښوونځيو زده کوونکي او ښوونکي وايي، د ښوونيز کال په اوږدو کې د باد، باران او سیلۍ پر مهال ډېری زده کوونکي رخصت وي او دې حالت يې پر زده کړو ژور منفي اغېز کړی دی. 

له دې ډلې د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ اړوند شولانې هغه لېسه ده چې لس دورې فارغان يې ورکړي خو زده کوونکي يې لا هم ودانۍ نه لري.

د دې لېسې زده کوونکي وايي، د باد، باران او سيلۍ پر مهال يې ښوونځی رخصت وي او سږکال يې د بارانونو پرمهال څو ازموينې تر چترۍ لاندې ور کړي دي.

زده کوونکی شريف الله وايي:«داسې ورځ هم راغلې ده چې موږ په کې د باران له امله د چترۍ لاندې امتحان ورکړی دی.»

بل زده کوونکي اميدالله هم وویل:«که اسمان شین وي د لمر له لاسه درس نه شو ویلای او چې ورېځ وي د باران له لاسه درس نه شو ویلای.»

زده کوونکی اصف خان هم څرګنده کړه:«زموږ هیله دا وه چې موږ ته تعمیر جوړ شي له دغې لېسې نه فارغ شوم خو زموږ دغه هیله پوره نه شوه.»

د شولانې لېسې اداري چارې له ودانۍ پرته مخته وړل کېږي، د ودانۍ لپاره يې پنځه جريبه ځمکه نږدې درې کاله وړاندې ځانګړې شوې خو د ځمکې هواری او د څاه کيندنې چارې يې هم د ښوونکو په شخصي لګښت او چنده شوي دي.

د لېسې آمر واصل خان زهير وايي:«هغه شیان چې موږ ورته ډېره جدي اړتیا لرو، هغه نه لرو. زموږ شاګردان په اړوي کې لمر سوځوي او په ژمي کې یې ساړه خراب وي.»

 ښوونکي سميع الله ساجد وویل:«ډېرو شاګردانو د دې په خاطر له موږ څخه سې پارچې وړي چې زموږ دغه لېسه تعمیر او سرپناه نه لري.»

اخوا مسوولان وايي، په تېر کې متوازن انکشاف نه دی شوی او دوی به له پراختيايي پروژو پاتې سيمو ته پاملرنه زياته کړي.

د ننګرهار پوهنې رياست وياند فرهاد احمد ستانکزی څرګندوي:«په شته او موجوده امکاناتو کې، روزانه الحمدلله که تاسې وګرځئ په اړوندو ښوونځیو باندې یونه یو ځای کې به تاسو وګورئ چې هلته به ساختماني چارې پيل وي او کار به روان وي.»

ننګرهار کې ټول ۹۰۵ بابه ښوونځي شته چې له سلو زيات يې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

مسوولان وايي، په تېر کې متوازن انکشاف نه دی شوی او دوی به له پراختيايي پروژو پاتې سيمو ته پاملرنه زياته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه