په خوست کې د شیخ زاید راډیو چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته یې یو ځل بیا نشرات پیل شوي وو، له تېرو شاوخوا ۷ میاشتو راهیسې یې بېرته نشرات ځنډول شوي دي.
د دې راډیو مسوولان وايي، د منظمې برېښننا نهدرلودو له امله یې د دې راډیو نشرات ځنډولي دي.
د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رییس احمدضیا الهام وايي: «د منظم برق نه لرلو په خاطر باندې زموږ نشرات ځنډېدلي دي او موږ همدې ته معطل یو چې سولري برښنا ولرو او موږ خپل نشرات منظم پیل کړو.»
ورته مهال د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصلین غوښتنه کوي چې د یادې راډیو د دوامداره خپرونو لپاره دې پلان جوړ شي څو دوی پکې په منظم ډول عملي زده کړې وکړي.
د ژورنالېزم پوهنځي زدهکړیال الیاس زیرک وايي: «په ژورنالېزم پوهني کې عملي زدهکړې خوار مهمې دي، موږ غواړو دا راډیو بېرته فعاله شي، تر څو موږ له نظري زدهکړو سربېره عملي زدهکړې، هم وکړو.»
د ژورنالېزم پوهنځي زدهکړیال عثمان حلیمي زیاتوي: «هیله مو دا ده چې دوی دا نشرات بېرته پیل کړي، څو موږ محصلینو لپاره د کار زمینه برابره شي، ځکه محصلین عملي کار ته اړتیا لري، څو موږ خپلې عملي زدهکړې مخ ته یوسو.»
د ژورنالېزم پوهنځي زدهکړیال لونګ وايي: «که چېرته دغه راډېو د محصلینو لپاره خلاصه شي، محصلینو د زدهکړې کچه به لوړه شي.»
شیخ زاید راډیو چې شاوخوا پنځلس کاله وړاندې د یوې نادولتي موسسې لهخوا جوړه شوې وه، د ځوان غږ راډیو په نوم یې نشرات کول، خو د عربي متحده اماراتو د پخواني امیر شیخ خلیفه تر مړینې وروسته د یادې راډیو نوم د شیخ زاید راډیو په نوم بدل شو.
په دې اړه مو اندونه