Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په زابل کې د اوبو زېرمه کولو لپاره د یوه کوچني بند جوړېدل

د زابل مرکز کلات ښار په تنڅا سیمه کې د ۹۲ زره ډالرو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو یو کوچنی بند ګټې اخیستې ته وسپارل شو.

یاد بند چې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په مالي مرسته د پنځو میاشتو په موده کې رغول شوی، شاوخوا ۷۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به هم پرې خړوبه شي.

د ډنمارک د کډوالو شورا (ډي‌ارسي) د لوېدیځ زون رییس عزیزالله ولي وايي: «په‌دې چک ډېم کې په ۲۸۰ مټر مکعبه اوبه به ذخیره کېږي او همدارنګه د ۶۱٫۵ کیلو مټره مربع ساحه او کاسه به لري.»

د زابل والي قدرت‌الله ابوحمزه زیاتوي: «داسې زمینه مساعده شي چې له هغو اوبو موږ استفاده وکولای شو، داسې استفاده چې خپل زراعت ته وده ورکړو.»

ورته مهال، د زابل اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره دې د دغه ولایت په ټولو برخو کې ورته بندونه جوړ شي.

د زابل اوسېدونکی در محمد وايي: «د دې بند په جوړېدو سره د اوبو کچه لوړه شوې ده.»

د زابل یو بل اوسېدونکی محمد انور زیاتوي: «له ډې‌ار‌سي (د ډنمارک د کډوالو شورا) او نورو موسسو څخه مو دا غوښتنه ده چې استنادي دېوالونه او بند کارېز مو جوړ کړي.»

د زابل د سیمه‌ییزو مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د دغه ولایت په میزانه، شینکۍ او شاجوی ولسوالیو کې د ورته بندونو د جوړیدو چارې روانې دي چې په دغو سیمو کې به د اوبو زیرمه کولو او د کچې لوړېدو په برخه کې ګټورې تمامې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه