Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دیني عالمان او قومي مخور: ښځينه‌وو ته دې د زده کړو او کار زمینه برابره شي

ننګرهار کې ځینو ديني علماوو او قومي مشرانو په يوه غونډه کې له اسلامي امارته وغوښتل چې د اسلامي اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې ښځينه‌وو ته د زده کړو او کار زمينه برابره کړي.

دوی زده کړې د ټولنې د ټولو وګړو لپاره اساسي اړتيا او په دې برخه کې د زمينې برابرول د اسلامي امارت مسووليت ګڼي.

ننګرهار کې دیني عالم زاهدالله حقاني وايي:«په بدیله لار باندې کار شروع دی، چې هم تعلیم او کار وکړي او هم زموږ د خویندو او میندو عفت او عزت محفوظ شي.»

ننګرهار کې قومي مخور ننګیال مجاهد هم وویل:«د دغو پوهنتونونو او مکاتبو د خلاصېدو لپاره، په اسلامي امارت باندې زموږ دا غږ دی چې په شرعي چوکاټ کې څه چې قران حکم کوي څه چې د قران فرامین دي د هغه د تحت نظره باید دوی ته اجازه ورکړي.»

ديني علماء او قومي مشران هيله څرګندوي چې اسلامي امارت به ژر د زړه کړو لپاره خوندي چاپېريال رامنځته او د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې به د ټولو پر مخ پرانيستل شي.

ننګرهار کې دیني عالم فضل مالک حقاني څرګندوي:«داسې یو علمي چاپېریال رامنځته کړي چې په هغه کې زموږ علمي ترقي هم وي. او د دې سره سره اسلامي حجاب، افغاني کلتور په کې مراعات شوی وی.»

ننګرهار کې بل دیني عالم حبیب الله مختار هم وايي:«د اسلامي امارت مشرانو چې کوم هغه محدودیتونه او کوم خنډونه کوم مشکلات چې له کلتور او اسلام سره په چوکاټ کې کتلي وو، په هغې باندې ۹۰ سلنه کار شوی دی او لنډ وخت کې به انشاالله تعالی شرعي، اسلامي او افغاني قانون او د هغې تر چتر لاندې به الله پاک دغې تعلیم ته وده ورکړي.»

اخوا د لوړو زده کړو وزارت ډاډ ورکوي، چې د ښځینه‌وو د زده کړو په اړه یې پر یوې داسې جامع طرحه کار پیل کړی، چې له مخې به یې په راتلونکي کې بیاځلي په تحصیلي بهیر کې خنډ را منځته نه شي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال دکتور لطف الله خيرخواه وايي:«څو موده مخکې هم اعلان شوی دی چې په طرحه باندې کار روان دی چې یوه جامع طرحه به جوړېږي ان‌شاالله، په دې خاطر چې بیا په تحصیلي بهیر کې خنډ را پیدا نه شي نو ان‌الله تر یوه حده کار مخته تللی دی او امید دی چې ژر تر ژره به خلاص شي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت ځينو چارواکو ډاډ ورکړی وو چې د نوي ښوونيز کال تر پيلېدو پورې به د ښځينه‌وو د زده کړې لپاره طرحه بشپړه او ښوونځي او پوهنتونونه به بېرته پرانيستل شي.

د ننګرهار دیني عالمان او قومي مخور، زده کړې د ټولنې د ټولو وګړو لپاره اساسي اړتيا او په دې برخه کې د زمينې برابرول د اسلامي امارت مسووليت ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه