Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوګر اوسېدونکي د مس‌عینک ځانګړي موزیم د جوړولو د چارو بیا پيل غواړي

د لوګر ځينې اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مس‌عینک ځانګړي موزیم د جوړولو د چارو بیا پيل غوښتنه کوي.

دوی وايي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د دغه موزیم د جوړولو چارې په ټپه درېدلي دي او تراوسه بېرته نه دي پيل شوي.

د لوګر اوسېدونکی شکیل احمد تسل وايي:«له حکومته هیله کوو چې د دغه موزیم کار بېرته پيل کړي؛ ځکه د لوګر لپاره یوه عایداتي سرچینه ده او د سیلانیانو د جذب لامل کېږي.»

د لوګر بل اوسېدونکی بشیر احمد دريځ هم څرګنده کړه:«نه یوازې کورني سیلانیان؛ بلکې بهرني سیلانیان به هم دلته راشي او د سیمې د خلکو اقتصاد به ښه شي.»

د لوګر اوسېدونکي محمد کاظم ابراهیم زاده هم په دې هکله وویل:«د خلکو غوښتنه دا ده چې د مسو د عینک له کانه ټول ترلاسه شوي اثار دې دغه موزیم ته راوړل شي.»

په همدې حال کې د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دوی ته ډاډ ورکړی، چې د بودیجې او اسانتیاوو ته په پام سره به د مس عینک موزیم د بیا رغونې چارو پیلولو لپاره اقدام وکړي.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع الله صمیم وویل:«موږ هڅه کوو چې د دغه موزیم د جوړولو کار بېرته پيل شي په دې هکله موږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت له چارواکو سره هم خبرې کړې دي، هغوی ژمنه کړې چې امکاناتو ته په کتو په دې هکله به اقدام وکړي.»

د لوګر د محمد اغې ولسوال میرهاشم حزب الله هم وايي:«د اطلاعاتو او کلتور وزارته زموږ غوښتنه دا ده چې د دغه موزیم کار چې د تېر حکومت په وخت کې پيل شوی و او اوس درېدلی دی، بېرته پيل کړي.»

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې په دغه موزیم کې د لوګر د لرغونو اثارو په هکله یو څېړنیز مرکز هم جوړ شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه