Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې د رواني ناروغانو لپاره د روغتیايي مرکز پرانیستل

د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې لپاره ۱۵۰ بستريز مرکز پرانیستل شو.

د مسوولانو په وینا په دغه مرکز کې به د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو د رواني ناروغانو ساتنه او درملنه وشي.

د ختيځ زون د سرې مياشتې رييس مولوي حيات الله وايي:«دا ودانۍ چې په پام کې نیول شوې، موږ د هغه د تشکیل لپاره کابو ۱۵۰ ناروغان په نظر کې نیولي دي.»

په دې مرکز کې تازه د ۶۰ تنه ښځينه او نارينه رواني ناروغانو درملنه پيل شوې او د مسوولانو په خبره تر هغې به د دوی درملنه روانه وي چې دوی يې له روغتيا ډاډه شي.

رواني ناروغ نبي الله وویل:«اوس خوشحاله یم، ډاکټران له موږ سره همکاري کوي، راته یو رواني ستونزه رامنځته شوې وه چې اوس ښه یم.»

بل رواني ناروغ حميدالله هم وايي:«موږ ته یې بوټ، جمپر او ټولې جامې راکړې، او په سمه توګه له موږ ساتنه کوي.»

اخوا عام وګړي وايي، هېواد کې د رواني ناروغانو شمېر په زياتېدو دی او د دې لپاره دې د ځانګړو روغتيايي مرکزونو شمېر دې هم زيات شي.

د ننګرهار اوسېدونکی ګل احمد وايي:«هغه پروګرام چې د سرې میاشتې له خوا جریان لري، باید ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ته پراختیا ومومي.»

د ننګرهار بل اوسېدونکی آزاد خان هم څرګندوي:«زموږ ډېری رواني ناروغان په لارو او کوڅو کې ګرځي او خلک هغوی ته په بده سترګه ګوري.»

د افغاني سرې مياشتې عمومي رييس مولوي مطيع الحق خالص وویل:«اوس هوډ لرو چې په اوو زونونو چې د سرې میاشتې له خوا تشخیص شوې، په هغو ټولو کې به دا ډول مرکزونه فعال کړو.»

تر دې وړاندې يوازې په پلازمېنه کابل او هرات ولايت کې دغه ډول مرکزونه فعال وو او اوس‌مهال هم د سلګونه رواني ناروغانو ساتنه او درملنه کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه