Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بار وړونکو موټر پر مخ د سالنګ لویې لارې پر بندېدو د موټور چلوونکو نیوکې

د بار وړونکو لاریو یو شمېر موټر چلوونکي وایي، چې د سالنګ لویې لارې د بندېدو له امله دوی ته مالي زیان اوښتی دی.

دا موټر چلوونکي وایي، چې له څو ورځو راهیسې د سالنګ پر لویه لار دوی ته د تګ راتګ اجازه نه ده ورکړل شوې. د دوی په خبره، د لارې بندېدو له امله د مېوې او سبزۍ په ګډون، ډېری سوداګریز توکي له منځه تللي دي.

موټر چلوونکي عتیق الله وویل:«اومه ورځ ده چې دلته مو خپل موټر درولي دي مخکې موټرو کې کچالو، مالتې او سبزۍ بار دي، هر څه خراب شوي او سوداګرو ته زیان رسېدلی دی.»

بل موټر چلوونکی سمیع الله هم وايي:«له لسو ورځو راهیسې د کینو موټر ولاړ دی ټولو بوی کړی دی.»

موټر چلوونکی عظیم الله هم زیاتوي:«له دې خوا موټرو ته اجازه نه ورکوي خو له هغې خوا راځي. د ډبرو سکاره راځي؛ خو سبزۍ درېدلې دي. باید د سبزیو غم وخوړل شي د ډبرو سکاره خو نه خرابېږي.»

په همدې حال د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وایي، چې د سالنګ لویې لارې د پاکولو چارې دوام لري او ډېر ژر به پر دغه لار تګ راتګ عادي حالت ته را وګرځي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وویل:«دم ګړۍ مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او باروړونکي موټر له شماله سوېل ته تګ راتګ کوي او د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست له خوا د واورې د پاکولو چارې روانې دي.»

د سالنګ پر لویه لار هر کال د ژمي په موسم کې تګ راتګ ستونزمن کېږي او د دې لارې له بندېدو سره په بازارونو کې د توکو بیې هم لوړېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه