Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېر یو کال کې څه باندې ۴۵۰۰ د نشه‌يي توکو قاچاقبران نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي، د څه باندې ۳۵۰۰  عملیاتو پر مهال يې د نشه‌یي توکو شاوخوا ۴۵۰۰ قاچاق کوونکي نیولي او دوسیې یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلې دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینین کندهار ته په سفر کې ویلي، د دې عملیاتو پر مهال څه باندې څلور سوه ټنه نشه‌یي توکي کشف او ضبط او د الکولي مشروباتو نږدې ۱۵۰ کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق همکار وايي: «که څوک د دې حکم مخالفت کوي؛ نو حتماً به له برخورد سره مخامخ کېږي، موږ نه غواړو چې له خپل ولس سره برخورد کې راشو.»

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیب‌الله احمدي وايي: «په مرکز او ولایاتو کې ۳۷۰۰ عملیات تر سره شوي چې د دې په نتیجه کې ۴۶۵۰ مظنونین قاچاقبران نیول شوي او ورسوته محاکمو ته سپارل شوي دي.»

ورته مهال د کندهار سیمه‌ییز مسوولان له کروندګرو غواړي چې د نشه‌یي توکو له کښت، قاچاق، پیر او پلور ډډه وکړي.

د کندهار والي محمد یوسف وفا زیاتوي: «په هره علاقه کې یوه-یوه غونډه وکړئ، په‌دې شیانو یې پوه کړئ، پوهاوی ورکړئ چې فرمان او حکم راغی، له سره تر پایه باید ټول عملي شي.»

د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم الله محمود وايي: «همکاري کوو، د دې په مخنیوي کې چې کومه طریقه، کوم نوعیت حاجي صاحب دي راته بیان کړ، موږ دې ته ولاړ یوو او اجرا کوو به یې.»

اخوا په سوېل حوزه کې یو شمېر کروندګر بیا له سرپرست حکومته د کوکنارو کښت د بدیل غوښتنه کوي.

د هلمند اوسېدونکی عبدالله وايي: «د پستې لپاره خو بېخي اماده دی، دا زموږ لپاره ډېره ګټه هم کوي او تور انځر هم ډېر وخت لري، دا زموږ لپاره ګټور دی.»

د روزګان اوسېدونکی خان محمد زیاتوي: «دوی موږ ته وکولای شي، ښه کښت برابر کړي او د هغه په برخه کې موږ ته پوهاوی راکړل شي، اصلاح شوي تخمونه باید راکړل شي.»

د رسمي شمېرو له مخې، له تېر یوه کال راهیسې پر نشه‌يي توکو د اخته ۷۵ زره کسانو درملنه شوې او د روږدو کسانو د را ټولولو لړۍ په ټول هېواد کې روانه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه