Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بدخشان په راغستان کې د وارې ښوویېدو له کبله ۲ کساه مړه شوي او ۶ ټپیان دي

د بدخشان سیمه‌ییز مسوولان وایي، د دې ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د واورې ښوېدو په پېښه کې دوه کسانو مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د مسوولینو په وینا، د واورې ورېدو له کبله، له مرکز فیض‌اباد سره د دغه ولایت له لسو ډېرو ولسوالیو ارتباطي لارې هم تړل شوې دي.

د بدخشان طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست د پېښو امر محمد کامګار وايي: «دوه شهیدان او شپږ ټپیان لرو. له بده مرغه په راغستان کې واورې ښویېدو زموږ د دوه هېوادوالو ژوند اخیستی دی.»

سیمه‌ییز مسوولان زیاتوي، د واورې ورېدو له امله، د کوف اب، دروازها، واخان او شغنان ولسوالیو د نښلېدونکې لارې هم تړل شوې دي.

بل خوا، د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وایي، د نښلوونکو لارو د تړل کېدو له امله له خورا زیاتو ستونزو سره مخ شوي او له نیمې لارې بېرته د فیض‌اباد ښار ته ستانه شوي دي.

د بدخشان اوسېدونکی محمد فهیم وايي: «لارې تړل شوي او ډېرې خرابې دي. د تګ امکان نه و، واروه ډېره زیاته شوې، موږ له نیمې لارې راوګرځېدلو.»

د بدخشان یو بل اوسېدونکی ببرک زیاتوي: «واوره ورېدله، موټر بند شول، تللی نه شول، په موټر کې راسره ټپي وو، بېرته فیض‌اباد ته راوګرځېدلو.»

دغه مسافرین له مسوولانو غواړي چې د یادو نښلوونکو لارو د خلاصېدو په موخه هلې ځلې وکړي.

د بدخشان اوسېدونکی عبدالسلام زیاتوي: «له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې له خلکو او ټولګو مسوولانو سره همکاري وکړي، څو د یاوان ولسوالۍ د تګ-راتګ لارې پرانیزي.»

د بدخشان اوسېدونکی محمد شریف وايي: «مسوولان دې د بدخشان لارو او د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي، ځکه د درې ولسوالیو خلک د لارې له ستونزو سره مخ دي.»

د یادونې ده چې په تېرو دریو ورځو کې د بدخشان سربیره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم واوره ورېدلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه