په غزني ولایت کې د سرو زرو یو شمېر پلورونکي د بازار له پیکه کېدو شکایت کوي او وايي، په وروستیو میاشتو کې د پلور کچه پنځوس سلنه راټیټه شوې ده.
دوی د بازار پیکه کېدو اصلي د خلکو اقتصادي کچې راټیټېدل بولي.
د سرو زرو پلورونکی عبدالرحیم وايي: «له بدلونونو وروسته په غزني کې د سرو زرو پلور نږدې پنځوس سلنه راټیټ شوی دی، هره ورځ څلور یا پنځه کسان د سرو زرو د پېرلو لپاره راځي هغه هم یوازې د کوژدن یا واده لپاره.»
د سرو زرو پلورونکی رحمتالله زیاتوي: «د خلکو اقتصاد کمزوری شوی دی، خلک د سرو زرو د پېرلو توان نهلري؛ نو په همدې خاطر د سرو زرو پلور ټیټ شوی دی.»
د سرو زرو پلورونکی وحیدالله پهدې وايي: «د سرو زرو پلور ځکه کم شوی چې د سرو زرو بیه لوړه شوې او د خلکو اقتصاد راټیټ شوی دی.»
بلخوا، په غزني کې یو شمېر نور ګاڼه پلورونکي زیاتوي، په وروستیو میاشتو کې د کورنیو له لوري د سرو زرو پلور خورا زیات شوی دی.
د سرو زرو پلورونکی ایمل وايي: «ژمی دی، ستونزې ډېرې دي، هر کال په ژمي کې خلک سره زر پلوري، خو سږ کال ډېرو خلکو خپل سره زر د پلور لپاره راوړل.»
د سرو زرو پلورونکی عبدالله زیاتوي: «د خلکو اقتصاد کمزوری دی، په کور کې چې کوم ګران بیه شیان لري، غواړي وې پلوري او د خپل ژوند چارو ته پرې رسېدنه وکړي.»
د سرو زرو پلورونکی شیرشاه وايي: «زموږ پېرلو ۶۰ یا ۷۰ سلنه ډېر شوی، ځکه چې د خلکو اقتصاد خراب دی او خپل سره زر پلوري.»
په همدې حال، د غزني سیمهییز مسوولان د دې ستونزې د هواري لپاره د هلو ځلو خبر ورکوي.
د غزني د والي ویاند حافظ عمر غزنوي وايي: «په غزني ولایت کې تجارانو او مېشتو ولسونو ته دا ډاډ ورکوو چې د تجارت او اقتصادي ستونزو ته به رسېدګي وکړو او کاروبار به یې بېرته د تېر په څېر عادي ډول ته وګرځي.»
په تیر څه باندې یو نیم کال کې د وزګارۍ او بېوزلۍ له امله د کورنیو له لوري د پېر وس خورا راټیټ شوی دی.
په دې اړه مو اندونه