Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې سیاحتي شرکتونو ته د ایران ویزو د ثبت چارو بیا سپارل کېدل

په هرات کې د یوه شرکت له لوري په انحصاري توګه د ایران ویزو د ثبت اړوند له شکایتونو وروسته، په‌دې ولایت کې د ایران کنسولګرۍ مسوولان وایي، پرېکړه یې کړې چې د غوښتنلیکونو د ثبت مسوولیت بېرته سیاحتي شرکتونو ته ورکړي.

په هرات کې د ایران سرکنسول په وینا، افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ‌ته کوي.

په هرات کې د ایران سرکنسول محمد صدیقي فر وايي: «له سیمه‌ییزو چارواکو سره مو چې هوکړه کړې وه، پرېکړه مو وکړه چې بېرته په پخواني ډول خدمات وړاندې کړو او هغو نړیوالو سیاحتي شرکتونو ته چې د فورمو د اخیستلو او ثبت شرایط لري، ان‌شاء الله بېرته خدمات ورکوو.»

د دغه ایراني ډېپلوماټ په یوې غونډه کې وویل، د اختلافونو او یو شمېر ستونزو له امله یې پرېکړه کړې وه چې د یوې مودې لپاره د دې هېواد د ویزې غوښتنلیکونه د سیاحتي شرکتونو له لوري طی مراحل نه‌شي.

له بل‌لوري، د یو شمېر سیاحتي شرکتونو مسوولان، دوی ته د ایران د ویزو د غوښتنلیکونو د ثبت بهیر د بېرته سپارل کېدو هرکلی کوي.

په هرات کې د سیاحتي شرکت مسوول محمد قاسم یوسفي وايي: «په عادي ډول دې شي، موږ مخکې ۱۵۰ افغانۍ نوملیکنه کوله، اوس یې هم کوو. هغه بل شرکت هم زموږ په څېر یو شرکت دی، رادې شي، کار دې وکړي.»

په هرات کې د سیاحتي شرکت مسوول نورالدین زیاتوي: «موږ دلته کرایه ورکوو او لګښت کوو. ټولو شرکتونو زیار ویستلی، بالاخره جواز یې اخیستی او مالیه ورکوي.»

په هرات کې د ایران ویزې متقاضیان بیا د ویزو د ورکړې په برخه کې د لا ډیرو اسانتیاوو غوښتنه کوي.

د هرات اوسېدونکی رامین وايي: «موږ غواړو چې کار د پخوا په څېر شي او په یوه ورځ کې بشپړ شي.»

د هرات اوسېدونکی ګلبدین زیاتوي: «پیل دې شي چې دې مسلمانانو ته ویزه ورکړي. خلک ډېر په تکلیف دي، ستونزې او ناروغان لري.»

د یادونې ده چې په هرات کې د ایران هیواد د ویزو د ورکړې بهیر څه باندې دوه میاشتې په ټپه درېدلی وو. د شمېرو پر بنسټ، په هرات کې اوس‌مهال نږدې ۳۰۰ سیاحتي شرکتونه د ایران ویزې د غوښتنلیکونو د ثبتولو په برخه کې فعالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه