Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار په ګمرک کې د عوایدو زیاتوالی

د مالیې وزارت وايي چې په ګمرکونو کې د هېواد عواید زیات شوي دي.

د دغه وزارت شمېرې ښيي، چې د سږکال په لومړیو لسو میاشتو کې د ننګرهار د ګمرک عوایدو د تېر کال پرتله ۸۰ سلنه زیات شوي دي. 

د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي، چې له فساد سره مبارزې، د عوایدو په زیاتېدو کې اغېز لرلی دی.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي:«د فساد په وړاندې حوصله صفر ده. او ان‌شاالله د مالیې وزارت په ټولو برخو کې فساد مو صفر ته راوستی. موده مخکې موږ اعلان وکړ، موږ چمتو یوو هر ارګان چې د فساد په هکله راپور جوړ کړي، او څېړنه وکړي رادې شي چې دا فساد څومره ټیټ راغلی دی.»

د کانونو او صنایعو خونه له سرپرست حکومته غواړي چې په ګمرکونو کې د سوداګرو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کابل د کانونو او صنایعو خونې اجراییه رییس محمد کریم عظیمي وویل:«هغه لازمې اسانتیاوې چې په ګمرکونو پورې اړه لري او د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره، په همدې ترتیب، له فساد سره د مبارزې په برخه کې، او د کارونو پروسس اړین ګڼل ګېږي څو حکومت اسانتیاوې رامنځته کړي.»

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی زلمی عظیمي هم څرګندوي:«دا چې د مالیې وزارت وايي چې زموږ عواید د ننګرهار په ګمرک کې زیات شوي، په نظر مې د دې لپاره یې زیاتوالی موندلی چې د سپین بولدک او کراچۍ بندر ستونزې زیاتې شوې دي او د کراچۍ او تورخم ټرانسپورټي لارو ستونزې چې مخکې وې اوس کمې شوې دي.»

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې نږدې شل ګمرکونه فعالیت لري او شپږ ګمرکونه چې د هېواد په سرحدي سیمو کې دي، ډیر عواید لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه