Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په لسو میاشتو کې د ننګرهار استیناف محکمې له لوري د پنځه زره دوسیو څېړل کېدل

د ننګرهار د استیناف محکمې مسوولان وایي، په تېرو لسو مياشتو کې يې نږدې پنځه زره دوسيې څېړلي چې يو شمېر کسانو ته په‌کې د اعدام، قصاص، اوږدمهاله بند او د غلا د جرم په بدل کې د لاس او پښې د پرې کېدو سزاوې هم اورول شوي، خو تر دې مهاله دا حدود جاري شوي نه‌دي.

د دوی په خبره دېرشو کسانو ته د خلکو پر وړاندې د تعزيرې جزا په ورکړې سره، د جرايمو په کچه کې کموالی راغلی.

د ننګرهار استناف محکمې جزا دېوان رييس مولوی کليم الله وايي: «زه چې په کوم دېوان کې کار کوم، په دې دېوان کې لسو کسانو کار کاوه، موږ اوس څلور کسان کار کوو. نو څلور کسان د لسو کسانو کار پر مخ وړو. دا مو مشرانو ته ویلي او هغوی له موږ سره منلې ده چې تاسو پېشنهادونه راولېږئ ان‌اشء الله موږ تاسو ته ترتیب برابروو.»

مسوولين وايي، په څېړل شويو دوسيو کې يو شمېر مجرمينو ته د اعدام، قصاص، اوږدمهاله بند او د غلا د جرم په بدل کې د لاس او پښې د پرې کېدو سزاوې هم اورول شوي خو لا تطبيق شوې نه دي.

د ننګرهار استناف محکمې جزا دېوان رييس مولوی کليم الله وايي: «موږ خو دلته حکم کړی دی چې دا سړی دې قصاص شي یا دې یې لاس غوڅ شي، دغه ښځه یا سړی دې په سل دورو ووهل شي، د دې لپاره درې محکمې شرط دي، له درې محکمو وروسته بیا امیرالمومنین چې هغه وګوري، مطالعه یې کړي، د هغه امضاء بیا ضروري ده.»

اخوا يو شمېر ننګرهار مېشتي اندېښنه ښيي، چې لا هم د غلا او انسان تښتونې پېښو کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی او مسوولين دې په دې برخه کې لاس په کار شي.

د ننګرهار اوسېدونکی  صفي الله کريمي وايي: «په دې وختونو کې زموږ له یو ملګري غو د شپې له خوا په الفت مېنه کې ټلېفون یوړ او دوه چاقوګان یې هم وهلی و.»

د ننګرهار اوسېدونکی  ميکايل فاروقي زیاتوي: «موبایل یې لاس کې وه، خبرې یې کولې، خلک ورپسې راغلل، تمانچه یې پرې کېښودله چې راکړه، موبایل یې ترې واخیست او ترې نه لاړل، شته داسې حالت شته.»

د ننګرهار مېشتو په بارو که د غلا په تور نيول شويو کسانو ته د سختې سزا تر څنګ ځوانانو ته مناسب کاري فرصتونه برابر شي، د غلاوو او په ټوله کې د جرمونو کچه ور سره را کمېدلی شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه