د مالیې وزارت له لوري په بغلان ولایت کې د څه باندې سل مېلیون افغانیو په ارزښت د اوبلنو ګازو زېرمې پرانیستل شوې.
مالیې وزارت وايي، دغه زېرمې د ۳۰۰ ټنه ګازو د زیرمه کولو ظرفیت لري.
د دې وزارت سرپرست هدایتالله بدري وايي: «پهدې سره به د بغلان خلکو ته کار پیدا شي او د بغلان د خلکو ضرورت به رفع کېږي انشاء الله او داسې لکه د کندوز سپین زر چې دی او ټول شرکتونه چې لرو، انشاء الله دې ته مو اراده کړې دا به فعالوو.»
د بغلان والي سمیعالله حزب الله زیاتوي: «د اسلامي امارت چې کوم مسوولین دي، هغوی ټول خپل کوښښ کوي چې دې ملت ته کار وکړي، که هغه په هره برخه کې چې وي.»
بل خوا، د نفتي توکو او ګازو دولتي شرکت عمومي رییس وایي، هڅه کوي، څو د هېواد په شمالي ولایتونو کې د نفتي توکو د لا زیاتو زیرمو جوړولو سره، د دغو توکو په بېه کې کمښت راولي.
د نفتي توکو او ګازو دولتي شرکت عمومي رییس محمد نصیر رحیمي زیاتوي: «د نفت او ګازو شرکت رهبري اراده لري چې په افغانستان د ګازو کوم سټراټیژيک ذخایر دي، له هغوی ټولو څخه زموږ کوښښ دا دی چې استفاده ترې وکړو.»
په همدې حال کې یو شمېر سوداګر له سرپرست حکومته غواړي چې له دوی لا ډېر ملاتړ وکړي.
په بغلان کې د تیلو ټانکونو د ټولنې مسوول شفیعالله وايي: «د بغلان ټول سوداګر له دې ملاتړ کوي، که زموږ دولت اسلامي امارت وتوانېږي د تاسیساتو په وده کې کار وکړي، دا یو ډېر ښه کار دی.»
سوداګر عبدالکریم شاهین وايي: «دا یوه ارزښتمنه ملي پروژه ده او سوداګرو ته یې د پانګونې زمینه برابره کړې ده او همداراز خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.»
دغه تاسیسات چې د ګازو زیرمې، لوړ تناژه تلې او د اور وژنې مجهیز سیستم هم لري، د بغلان د پلخمري ښار په کوتل باغابي سیمه کې جوړ شوي او د اړتیا په صورت کې له همدې ځایه به اوبلن ګاز کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته ولیږدول شي.
په دې اړه مو اندونه