په روزګان ولایت کې لسګونه هټۍ د پاکستانۍ کلدارو د کارولو له امله تړل شوي او هټۍوال د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
پهدې ولایت کې د افغانیو د دودولو کمېسیون مسوولان وایي، په بازارونو کې یې د راکړې ورکړې پر مهال د بهرنیو اسعارو پر کارولو بنډیز لګولی او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
په روزګان کې د افغانیو د دودولو کمېسیون رییس نیاز محمد عدالت وايي: «دغه خلکو چې په وته کې یې ظلم کړی دی، هغوی هم نیول شوي او چې په نرخونو کې یې ظلم کړی دی، هغوی هم نیول شوي دي او چې له امر وروسته یې کلداره استعمالوله هغه خلک هم نیول شوي دي.»
په روزګان کې د افغانیو د دودولو کمېسیون غړی حاجي یوسف وايي: «دا به تقریباً تر هغه وخته پورې جدي وي او تر هغه وخته پورې دوامداره وي چې تر څو موږ په روزګان ولایت کې افغانۍ ترویج کړې نهوي او کلداره مو بنده کړې نهوي، دا لړۍ موږ نه پرېږدو او خامخا به یې پرمخ بایوو.»
ورته مهال، د روزګان اوسېدونکي د افغاني بانکنوټونو د دودولو لپاره له روانو هلو ځلو هرکلی کوي، خو وایي چې په بازار کې د افغانۍ بانکنوټونو د کمښت له امله اړ دي چې له پاکستانۍ کلدارو ګټه واخلي.
هټۍوال احسان الله زیاتوي: «خلک راشي، موږ ته کلداره ونیسي، افغانۍ نه پېژني او کله چې موږ ورته افغانۍ ورکوو، بیا رانه لاړ شي.»
هټۍوال رحمت الله پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «د سحرا خلک وي، دلته چې راشي، افغانۍ هېڅ نه پېژني ما ته یې سل افغانۍ راکړې، ویل، د شلو وریجې راکړه، د سلو نوټ یې راکړ، ما ته یې ویل دا د شلو نوټ دی، خو ما ورته وویل چې نه، دا د سلو نوټ دی.»
هټۍوال شیر محمد څرګندوي: «له حکومت څخه مو دا غوښتنه ده چې پر خلکو ډېر فشار مه راوړئ، ګذاره ورسره وکړئ، اهسته-اهسته کې به سم شي، دا زموږ ملي هویت دی، په هر څه خوشاله یوو.»
روزګان د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې له کلونو راهیسی پهکې په پاکستانۍ کلدارو راکړه-ورکړه کیدله، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسي پهدې ولایت کې د افغانۍ بانکنوټونو د دودولو هڅې ګړندۍ شوې دي.
په دې اړه مو اندونه