د پروان یو شمېر اوسېدونکو د نیالګیو کېنولو فرهنګ د دودولو په موخه په خپلو سیمو کې په شخصي لګښت د نیالګیو کېنولو بهیر پیل کړی دی.
د دوی په وینا، هر کال پهدې ولایت په بېلابېلو برخو کې زرګونه نیالګي کېنول کېږي، خو د نه پالنې له امله بېرته وچ شي.
د پروان اوسېدونکی عبدالودود واحدي وايي: «د دې تر څنګ چې موږ خپله فریضه ادا کوو، خلک هم هڅوو چې د خپل چاپېریال زرغونولو ته پیل وکړي، ځکه د نیالګیو کېنولو فصل دی.»
د پروان یو بل اوسېدونکی فردین پهدې اړه زیاتوي: «که هر وګړی یو نیالګی کېنوي، زموږ هېواد ورسره زرغونېږي.»
د پروان یو شمېر نور اوسېدونکي وایي، د نوي کال په راسېدو سره د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې نیالګو ته له نه پاملرنې سر ټکوي.
د پروان اوسېدونکی احمد فواد وايي: «دلته نیالګي کېښودل شول، خو له بده مرغه د نه اوبه کولو له کبله بېرته وچ شول او له منځه لاړل.»
ورته مهال، د پروان سیمهییز مسوولان په نږدې راتلونکي کې پهدې ولایت کې د زرګونه نیالګیو له کېنولو خبر ورکوي.
د پروان د چاپېریال ساتنې رییس حفیظ الله منصور وايي: «تر پنځلسو ورځو پورې اناشاء الله موږ خپل کمپاین پیلوو او د پروان له خلکو منندوی یوو چې د نیالګیو کېنولو کمپاین یې پیل کړی دی.»
که څه هم هر کال د هېوا په ګوټ-ګوټ کې مېوه لرونکې او غیرمېوه لرونکې ونې د حکومت او خلکو له لوري کېنول کېږي، خو نه پالنه یې لا تر ټولو ستره ننګونه ده.
په دې اړه مو اندونه