په ننګرهار کې د تورخم ټرانزيټي دروازه له څلورو ورځو تړل کېدو وروسته د پنجشنبې په سهار نهه بجې د افغان لوري لهخوا پرانيستل شوه، خو د پاکستاني لوري لهخوا بېرته وتړل شوه.
سيمهييز چارواکي وايي، د دروازې بيا تړل کېدو لامل مشخص نهدی، خو په لويه کچه هڅې روانې دي چې دې ستونزې ته دايمي حل پيدا شي.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر قريشي بدلون پهدې اړه وايي: «سهار نهه بجې دغه دروازه د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري پرانیستل شوه، خو متاسفانه د پاکستان له لوري بېرته وتړل شوه.»
په همدې حال کې د ننګرهار ګمرک او د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، په تېرو څلورو ورځو کې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله سوداګرو ته مېليونونه افغانۍ زیان اوښتی او په خبره يې که حالت همداسې دوام وکړي، زيانونه به يې نه جبرانېدونکي وي.
د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې وياند شاکرالله ساپی وايي: «که ډېر وخت وغځېږي؛ نو بیا خامخا منفي تاثیرات به ولري.»
د ننګرهار ګمرک مرستيال عبدالخالق حامد زیاتوي: «د ورځې چې په دې لار باندې څلور سوه موټر تګ-راتګ وکړي او لاره توقف شوې وي. په مېلیونونو-مېلیونونو افغانۍ یا ډالر افغان سوداګرو ته زیان اوښتی دی.»
اخوا یو شمېر موټر چلوونکي وايي، د دروازې دواړو خواوو ته په لاريو کې بار خوراکي توکي، تازه مېوې او سبزيجات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او غوښتنه يې دا ده چې ترانزيټي لارې دې د امنيتي او سياسي مسايلو له مخې نه تړل کېږي.
موټر چلوونکی فرمانالله زیاتوي: «تقریباً سل دوه سوه ګاډي انار تللي ټول ولاړ دي، خراب شول.»
موټر چلوونکی شهاب وايي: «موټروانان ورسره په زحمت دي، ډوډۍ په هوټل کې خوره، موټر بار لاندې ولاړ دي، مېوه یې خرابېږي.»
تورخم دروازه داسې مهال بېرته د پاکستاني لوري لهخوا تړل کېږي چې پرون د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ کابل ته راغلي پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنګ، پر سرحدي ستونزو هم خبرې کړې وې.
په دې اړه مو اندونه