یوه چینایي کورنۍ چې په کندهار کې ژوند کوي، وايي، کوښښ کوي چې پهدې ولایت کې خلک کوچنۍ پانګونې ته وهڅوي.
د سن فای درې کسیزه کورنۍ چې اسلام یې منلی او له څلورو کلونو راهیسې په کندهار کې اوسېږي، د یو شمېر نورو چینایي پانګهوالو په مرسته یې پهدې ولایت کې یو شمېر بېوزله کورنیو ته د وړو کاروبارونو زمینه برابره کړې ده.
دغه کورنۍ چې په سوداګرۍ بوخته ده، تر څنګ يې د نورو چینايي پانګهوالو په مرسته د کندهار له یو شمېر بېوزله کورنیو سره د وړو کاربارونو په برابرولو کې هم مرسته کوي او غواړي له دې لارې بېوزله کورنۍ وپوهوي چې څنګه کولای شي واړه کاروبارونه په لویو سوداګریو بدل او پر خپل ځان بسیا شي.
چینايي پانګهوال سن فای وايي: «زما مشوره داده چې هر کاروبار باید له واړه شي پيل شي، لس یا شل کاله به په لوی بدل شي. دا فکر مه کوئ چې په یوه ورځ یا یوه میاشت کې به بریالي شئ.»
د سن فای مېرمن جوېلیا زیاتوي: «زه د خپل خاوند مرستیاله یم، په کور کې کار کوم، په چین کې د یو شمېر تولیدي شرکتونو له استازو سره همغږي کوم او همدا راز د یوې کمپنۍ او زما د کورنۍ مالي چارې پر مخ وړم.»
ورته مهال د کندهار یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومت او ملي سوداګرو غواړي چې د بېوزله کورنیو د ځان بسیاینې په پار دې پر یو ګډ میکانیزم کار وکړي.
په کندهار کې هټۍوال غمی وايي: «حکومت او ملي سوداګر باید په یوې طرحه باندې کار وکړي، څو خلک وپوهېږي چې په لږ پیسو باندې کاروبار وکړي او خپل کور او کورنۍ له بېوزلۍ څخه وساتي.»
د کندهار اوسېدونکی سردار اغا پهدې اړه وايي: «له دې بېوزلو خلکو سره له پنځه زرو څخه نیولې تر لس زرو افغانیو پورې داسې یو ابتدايي کاروبار پکار دی چې ژوند یې برابر شي.»
ویل کیږي چې دې چینایي کورنۍ د کوچنیو سوداګریو د لارو چارو ښوونې سربېره، په کندهار کې لسګونو کورنیو سره د چرګانو د فارمونو د جوړولو په برخه کې مرسته کړې، څو وکولای شي له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.
په دې اړه مو اندونه