Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پکتیکا کې د خبریالانو یو مرستندویه بنسټ اړمنو ته کاري زمینې برابرې کړي

په پکتیکا کې یو شمېر خبریالانو د یوه مرستندویه بنسټ په جوړولو سره د دې ولایت ګڼ شمېر بې‌وزله کورنیو سره د مرستو تر څنګ، ځینو کورنیو ته د وړو کاروبارونو زمینې برابرې کړې دي.

د دې بنسټ مسوولان وایي، په تېرو دريو کلونو کې يې د بهر مېشتو هېوادوالو په مالي ملاتړ د ۱۵ مېليونه افغانيو په ارزښت مرستې وېشلې دي.

په پکتیکا کې د پښتون غږ راډیو او خبريال مرستندویه بنسټ مسوول عبدالباري نعيمي وايي: «د بې‌وزلو شمېر ډېر زیات و او ځینې کورنۍ په ډېرو لرې پرتو سیمو کې وې، موږ مناسبه وبلله چې د دوی او مسافرو هېوادوالو تر منځ یو پل جوړ کړو او د هغوی مرستې تر دوی ورسوو.»

یو شمېر کورنۍ چې د خبریالانو له دې بنسټ څخه یې مرستې تر لاسه کړي، له نورو بنسټونو د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

پنځوس کلن عبدالمجید مسلميار چې د پکتیکا ولایت اوسیدونکی دی او په هېواد کې يې له بېلابېلو رسنیو سره د خپرونو د توليد په برخه کې کار کړی، له بې‌روزګاره کېدو وروسته د خبريال مرستندویه بنسټ له لوري ورته یوه هټۍ جوړه شوې او له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

د پکتیکا اوسېدونکی عبدالمجید مسلميار وايي: «ما سره خبریال خیریه بنسټ ډېر کمک کړی دی او زه ډېر شکرگزار یم.»

لس کلن ابراهيم وايي، دې بنسټ هغه او کورنۍ ته یې سرپناه جوړه کړې ده او همداراز یې ورسره د پلار د درملنې او کاري بوختيا د پیدا کېدو ژمنه کړې ده.

ابراهیم وايي: «خدای دې له دوی سره ښه وکړي، له نورو سره دې هم خدای ښه وکړي چا چې ما ته روپۍ رالېږي او دا کور یې راته جوړ کړی دی.»

د ابراهيم پلار جمال وايي: «دوی له ما سره اوس ژمنه کړې ده چې دغه غرفه به درته جوړه کړو، ته به په‌کې کېنې او زوی ته به‌دې د درس زمینه برابره شي.»

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې وزګاري او بې وزلې په بې مخینې توګه لوړه شوې او د شمېرو له مخې دا مهال د هېواد تر نیمایي زیات نفوس د لوږې له بحران سره مخ دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه